د مالي او بانکداری څانګې لنډه پیژندنه

 

مالي او بانکداري څانګه د بشری علومو یوه څانګه ده چې د مالي او بانکي چارو، تجارت او تجارتي فعالیتونو له مدیریت سره سروکار لري. په ننۍ نړۍ کې بانکداري د تجارت او پانګونې په ډګر کې یوه له با اهمیت ترینه څانګو څخه شمیرل کیږي.

د بانکداري او تجارت څانګه د بامیان پوهنتون اقتصاد پوهنځی یوه له با ارزښته څانګو څخه شمیرل کیږي چې د 1391 کال په آخیر کې د با میان پوهنتون په چوکاټ کې شامله شوه او په 1392 کال کې یې عملا محصلین جذب او په کال 1395 کې یې لومړی دور فارغ اتحصیلان محصلان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې د بانکداري او تجارت تر دې دمه 8 دورې فارغان ټولنې ته  د خدمت په موخه عرضه کړي دي.

د مالي او بانکداري څانګې تشکیلاتي جوړښت

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

لیدلوری، ماموریت او اهداف:

لیدلوری (Mission): د دیني او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د ټولنې او کار بازار اړتیاوو ته په کتو د هیواد د دوامداره پرمختګ لپاره د معیاري زده کړې چمتو کول او د علمي او تطبیقي څیړنو د ترسره کولو له لارې د متخصص او ژمن کاري ځواک روزل.

ماموریت(Vision): د اسلامي شریعت د احکامو په رڼا کې د نظري او عملي مطالبو پراساس د معیاري زده کړه ایزو خدماتو چمتو کول او د مالي او بانکوالۍ  په برخه کې د کار بازار او ټولنې اړتیاو سره سم معیاري څیړنې ترسره کول.

 

د مالي او بانکدارۍ څانګې ستراتیژیک اهداف:

د مالي او بانکدارۍ څانګه به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پوهنځي د ستراتیژیک پلان سره سم، لاندې اهدافو ترلاسه کولو باندې تمرکز وکړي:

  • د اسلامی ارزښتونو په پام کې نیولو سره د ټولنې او کار بازار د اړتیاوو سره سم د نصاب نوی کول.
  • د ازادې سیالۍ له لارې خالي بستونو ته د وړ او متدینو علمی کادرونو شارټ لیست کول او ګمارل.
  • مسوولینو ته د وړاندیز له لارې د اړتیا په صورت کې د څانګې تشکیل زیاتول.
  • د ماستري او دوکتورا کچې ته د څانګې د علمي کادر غړو د تحصیلي سویې د لوړولو له پاره هڅې.
  • په ملي او نړیوالو سیمینارونو او کنفرانسونو کې ګډون.
  • د پایلو پر بنسټ د معیاري تعلیمي خدماتو برابرول او وړاندې کول.
  • د ظرفیت په پام کې نیولو سره د نویو زده کونکو جذب کول.
  • په ټوله د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د هیواد د پرمختګ او ابادۍ په موخه ټولنې ته د ژمن، وړ او بادیانته محصلینو وړاندې کول د دې څانګې اساسي موخه ده.