This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.

دپوهنتون علمی مجله

asil_admin

د بامیان پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت عمومي پيژندنه

د بامیان پوهنتون د د علمي څېړنو معاونیت د دې پوهنتون د علمي جوړښت له مهمو واحدونو څخه یو دی، چې د څېړنېزو فعالیتونو او علمي نشراتو د پیاوړتیا، انسجام او مدیریت په موخه رامنځته شوی دی. دغه معاونیت له بېلابېلو اداري او مسلکي څانګو څخه جوړ شوی، چې پکې د علمي څېړنو آمریت، د علمي مجلې آمریت، د کتابتون عمومي مدیریت، د کارت، کتلاګ او د کتابونو د وېش مدیریت، د علمي څېړنو مدیریتونه، د علمي څېړنو متخصصین، د ژورنالونو متخصص، سمونګر او اجرائیه مدیریت دی.

همدارنګه د علمي څېړنو آمریت د پوهنتون د څېړنېزو فعالیتونو د پلان جوړونې، همغږۍ او څارنې مسؤولیت پر غاړه لري او د څېړنې د فرهنګ د پیاوړتیا او د علمي څېړنو د کیفیت د لوړولو په برخه کې اساسي رول ادا کوي. همدارنګه، د علمي مجلې آمریت دنده لري چې د علمي څېړنو پایلې د ارزونې او علمي داورۍ له پړاوونو وروسته، د بامیان پوهنتون د علمي او څېړنېزي مجلې له لارې خپرې او علمي ټولنې ته یې وړاندې کړي.

د دي ترڅنګ د کتابتون عمومي مدیریت هم د یوه مهم ملاتړکوونکي واحد په توګه، د استادانو او محصلانو لپاره د علمي سرچینو، کتابونو، مقالو او نورو څېړنېزو موادو د برابرولو په برخه کې مهم رول لري او د معتبرو علمي سرچینو ته د لاسرسي زمینه برابروي.

په ټوله کې، د علمي څېړنو معاونیت د منظم اداري او مسلکي جوړښت په مټ هڅه کوي چې د بنسټیزو او تطبیقي څېړنو لپاره مناسب شرایط برابر کړي، د علمي څېړنې فرهنګ پیاوړی کړي او د علمي لاسته راوړنو په خپرولو سره د ټولنې د علمي او ټولنیزو ستونزو په حل کې اغېزمن او رغنده رول ولوبوي.

د بامیان پوهنتون د علمي څېړنو د مرستیال پیغام

د بامیان پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت د دې اکاډمیک بنسټ د علمي جوړښت له مهمو برخو څخه دی، چې د علمي څېړنو آمریت، د علمي مجلې آمریت او د کتابتون عمومي مدیریت څخه جوړ شوی او د شته امکاناتو او د علمي او اداري کادرونو په همکارۍ د څېړنېزو چارو د پرمخ وړلو لپاره فعالیت کوي. دغه معاونیت هڅه کوي چې د استادانو، کارکوونکو او محصلانو ترمنځ دڅېړنې فرهنګ پیاوړی کړي او د څېړنېزو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره مناسبې زمینې برابرې کړي.

همدارنګه د دې معاونیت اساسي هدف د علمي او څېړنېز ظرفیتونو لوړول، د څېړنې د روحیې ترویج، او د معیاري څېړنو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول دي. همدارنګه، دغه معاونیت د اسلامي ارزښتونو، د علمي څېړنو د اخلاقي اصولو او موجودو واقعیتونو په پام کې نیولو سره د علمي ودې او د ګټورې پوهې د تولید په لور ګامونه اخلي.

ددي ترڅنګ د دې معاونیت لیدلوری دا دی چې د بامیان پوهنتون په یو مخکښ علمي بنسټ بدل شي، چې د بنسټیزو او تطبیقي څېړنو او د پوهې په تولید کې مخکښ رول ولري او د ټولنې د ستونزو په حل کې اغېزمن تمام شي. د دې معاونیت مأموریت د منظم تحقیقي نظام رامنځته کول، له څېړونکو ملاتړ، د ظرفیتونو لوړول او د ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ د څېړنیزو لومړیتوبونو ټاکل دي.

همدانګه د علمي څېړنو معاونیت د څېړنو د کیفیت لوړولو او د علمي لاسته راوړنو د خپرولو په موخه هڅه کوي چې د څېړنو پایلې د پوهنتون د علمي او څېړنېزي مجلې، د کنفرانسونو د جوړولو او نورو علمي لارو له لارې علمي ټولنې ته وړاندې کړي، څو د موجودو ستونزو په حل کې اغېزمن تمام شي.

په پای کې، دغه معاونیت له ټولو درنو استادانو، څېړونکو او محصلانو څخه غوښتنه کوي چې په علمي فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي او د بامیان پوهنتون د علمي بنسټ د پیاوړتیا او د ټولنې د خدمت لپاره همکاري وکړي.

په درناوي
پوهندوی نصرت‌الله نصرت
د بامیان پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال

د بامیان پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت فعال کمیټې او د هغوی دندې

  1. د بامیان پوهنتون د څېړنو کمیټه

د څېړنو کمیټه د استادانو، کارکوونکو او محصلانو ترمنځ د څېړنېزو فعالیتونو د ترویج او اسانتیا مسؤولیت لري او د څېړنیزو پروپوزلونو او څېړنېزو آثارو د ارزونې له لارې د څېړنې د سم جهت په ټاکلو کې مهم رول ادا کوي. دغه کمیټه د علمي څېړنو د اخلاقي اصولو په رعایت، د څېړنېزو پایلو د کیفیت او اغېز ارزونه او د اصلاحی نظریاتو وړاندې کول په پام کې نیسي. همدارنګه د فکري ملکیت د حقونو د ساتنې، د ادبي غلا او د ګټو د تضاد د تشخیص، د علمي مقالو او اثارو د ارزونې، د کنفرانسونو د عناوینو تأیید او د علمي آثارو د کیفیت څارنه ترسره کوي. سربېره پر دې، د څېړنو او علمي مجلي معاونیت سره په همغږۍ، د منظمې ناستې تدویر، د کلني پلان جوړونه، د فعالیتونو ثبت او اړوندو مراجعو ته د راپور وړاندې کولو له لارې د څېړنېزو چارو په انسجام، شفافیت او دوامداره پرمختګ کې فعاله ونډه اخلي.

  1. د بامیان پوهنتون د نشراتو کمیټه

د نشراتو کمیټه د پوهنتون د نشراتي چارو د تنظیم، څارنې او لوړونې مسؤلیت لري او د تألیف او ژباړې په برخه کې د اخلاقي اصولو په رعایت، د علمي آثارو د کیفیت او اغېز ارزونې او د اصلاحی نظریاتو په وړاندې کولو سره د علمي تولیداتو په ښه‌والي کې مهم رول لوبوي. دغه کمیټه د فکري ملکیت د حقونو ساتنه، د ترفیعاتي آثارو ارزونه، د پوهنځیو د نشراتي فعالیتونو څارنه، له اړوندو کمیټو سره همکاري، د منظمې ناستې تدویر، د کلني پلان جوړونه او د علمي شورا ته د راپور وړاندې کول ترسره کوي، څو د نشراتي فعالیتونو انسجام او شفافیت تضمین شي.

  1. د بامیان پوهنتون د علمي مجلې د تحریر هیئت کمیټه

د علمي مجلې تحریر هیئت د مجلې د علمي مقام د لوړولو او د هغې د اغېز د پراخولو لپاره د پالیسیو، ستراتیژۍ او کاري پلانونو د تدوین او تطبیق مسؤولیت لري. دغه هیئت د څېړنو د اخلاقي اصولو او ملي او نړیوالو علمي معیارونو د رعایت څارنه کوي، مقالات ارزوي، متخصص داوران ټاکي او د داورۍ بهیر مدیریت کوي، تر څو د مجلې علمي کیفیت او اعتبار تضمین شي. همدارنګه د علمي سرغړونو لکه ادبي غلا او د لیکوالۍ شخړو تشخیص، د مقالو د منلو، اصلاح یا رد په اړه پرېکړه کول، د پرمختیايي وړاندیزونو وړاندې کول او د معتبره علمي پایلو کې د مجلې د ثبت لپاره هڅې کوي. سربېره پر دې، په جلسو کې په فعال ګډون، اصلاحی نظریاتو په وړاندې کولو او علمي شورا ته د راپور ورکولو له لارې د مجلې د مدیریت او فعالیت په دوامداره ښه‌والي کې مؤثره ونډه لري.چارت