بامیان پوهنتون کې د مونوګراف لیکنې ورکشاپ ترسره شوو!

نن دوشنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذی القعدې میاشتې اوومه نېټه د اقتصاد پوهنځي محصلینو لپاره د مونوګراف لیکنې تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ ورکړل شوو.
یاد ورکشاپ چې ددغه پوهنځي استاد پوهنمل قاسم شفاهي لخوا پرمخ وړل کېده د مسلکي پراختیا آمریت لخوا تنظیم شوی وو.
دغه پروګرام چې د اقتصاد پوهنځي د کتابخانې په تالار کې ترسره شو د څلورم صنف محصلینو لپاره ځانګړی شوی وو.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت