د اقتصاد پوهنځي لنډه پېژندنه

 

د اقتصاد پوهنځي لنډه پېژندنه

د بامیان پوهنتون اقتصاد پوهنځی په ۱۳۹۱ ل کال د ۳۶۳/۲۶۱: ګڼې مکتوب په اساس، د بامیان پوهنتون په چوکاټ کې د دوو څانګو (بانکوالي او سوداګري او اداره او مدیریت) په لرلو سره تاسیس شو. یوکال وروسته د ۱۳۹۲ ل کال د ۳۱۱ ګڼه لیک له مخې، دوه نورې څانګې (ملي اقتصاد) او (احصائیه او کمپیوټر) هم د دې پوهنځی په تشکیل کې رامنځته شوې. اقتصاد پوهنځی د بامیان پوهنتون له مهمو پوهنځیو څخه دی چې هر کال شاوخوا ۲۵۰ تنه محصلین د کانکور ازموینې له لارې د دې پوهنځي تحصیلي څانګو ته جذبېږي. د اقتصاد پوهنځي په کال ۱۳۹۵ ه ش کې خپل لومړی دور فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل او  تر دې دمه یې په ټوله کې اته دورې فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي. اوس مهال د بامیان پوهنتون اقتصاد پوهنځي تشکیلات په لاندې ډول دي اقتصاد پوهنځی په مجموع کې ۱۷ کادري بستونه، ۳ اداري بستونه او ۲ خدماتي بستونه لري تر څنګ یې مستقلې درسي او اداري خونې، د LCD په درلودلو سره معیاري تدریسي ټولګي او د استادانو او اداري کارکوونکو له پاره دفترونه، یو مناسب کمپیوټر لب او یو مستقل کتابتون هم لري.

لیدلوری :د راتلونکي پرمختګ لپاره ونډه اخیستل د لوړ کیفیت زده‌کړې او د مسلکي کادرونو روزل.
ماموریت :د ټولنې او د کار بازار د اړتیاوو مطابق معیاري زده‌کړه وړاندې کول.

د سوداګرۍ مدیریت ډیپارتمنت (BBA)

د سوداګرۍ مدیریت د بامیان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي له مخکښو او فعالو ډیپارتمنتونو څخه دی چې د لیسانس په کچه تحصیلي خدمات وړاندې کوي. دا ډیپارتمنت د ۱۳۹۱/۱۰/۱۶ نېټې، د ۲۶۱/۳۶۳ ګڼې حکم له مخې د اقتصاد پوهنځي له تأسیس سره هم‌مهاله جوړ شو، او د وخت د بازار د اړتیاوو له مخې د «اداره او مدیریت» تر نوم لاندې یاد شو. له څېړنو وروسته او د بازار اړتیاوو ته په کتو سره، ددې ډیپارتمنت نوم په رسمي ډول د «سوداګرۍ مدیریت ډیپارتمنت» ته واوښت.

د اقتصاد پوهنځي د سوداګرۍ مدیریت دیپارتمنت ژمن دی چې د سوداګرۍ علم تدریس کړي، علمي څېړنې ترسره کړي او له سوداګریزې علمي ټولنې سره تعامل ولري.

لیدلوری :د سوداګرۍ علم تدریس، څېړنه، او له علمي سوداګریزې ټولنې سره اړیکه.

مأموریت:

  • د ټولنې د اړتیاوو او وړتیاوو پر بنسټ تحصیلي زده‌کړې وړاندې کول،
  • د سوداګرۍ، مدیریت او اداري پوهې لېږد او شریکول، د مدیریت مهارتونه لوړول،
  • د زده‌کړې د بهیر د ښه‌والي لپاره له عصري منابعو او وسایلو څخه ګټه اخیستل،
  • د دخیلو خواوو (علمي ټولنه، سوداګر، تولیدوونکي) ترمنځ د همکاریو فرصتونه برابرول، څو د استخدام امکانات زیات او د ټولنې اړتیاوې پوره شي،
  • د پانګونې، سوداګرۍ او اقتصادي تیوریو په برخه کې علمي څېړنې ترسره کول، په ځانګړې توګه د ځایي اقتصاد تمرکز،
  • د ماسټرۍ، دوکتورا، فیلوشیپونو او ورکشاپونو له لارې د علمي ودې او ښوونې د کیفیت لوړولو هڅې.

پوهنیار استاد اسدالله "کاظمي":

استاد اسدالله کاظمي د محمد کاظم زوی، د ۱۳۶۴ هـ ش کال د غبرګولي میاشت کې د غزني ولایت د بکاول ولسوالۍ په جلوګیر کلي کې زیږیدلی دی. نوموړي د سوداګرۍ مدیریت په برخه کې د ستراتیژیک مدیریت په تخصص سره د ماسترۍ سند ترلاسه کړی او دا مهال د سوداګرۍ مدیریت ډیپارتمنت رسمي استاد دی.

 نوماند پوهنیار استاد محمدعلي صالحي:

استاد محمدعلي صالحي د بامیان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د ادارې او مدیریت له ډیپارتمنټ څخه د لیسانس سند لري. دا مهال د بامیان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د سوداګرۍ مدیریت ډیپارتمنت استاد دی. د نوموړي تخصص لاندې برخې په ځان کې رانغاړي: د کاروبار مدیریت، عمومي مدیریت، بازارموندنې مدیریت، محاسبه او مالي مدیریت.

 نوماند پوهنیار استاد محمدعلي جعفري:

استاد محمدعلي جعفري د بلخ پوهنتون د اقتصاد پوهنځي څخه د لیسانس سند لري. د نوموړي تخصص لاندې برخې په ځان کې رانغاړي: مالي مدیریت، مالي محاسبه، مدیریت او پانګونه.

د مالي او بانکي څانګې لنډه پیژندنه

د بانکوالۍ اوسوداګرۍ څانګه د بانکي چارو، سوداګرۍ او سوداګریزو فعالیتونو له مدیریت سره سروکار لري. په نننۍ نړۍ کې بانکداري د تجارت او پانګونې په ډګر کې یو له ارزښتمنو څانګو څخه شمیرل کیږي.

مالي او بانکي څانګه د بامیان پوهنتون اقتصاد پوهنځي له څانګو څخه ده چې د 1391 کال په پای کې د با میان پوهنتون په چوکاټ کې رامنځته شوه او په 1392 کال کې یې عملاً محصلین جذب کړل. د مالي او بانکي څانګې په کال 1395 کې لومړی دور فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې د مالي او یانکي څانګې تر دې دمه اته دورې فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي. د دې څانګې تخصصي ساحې په مالي او بانکي امورو، نړۍوال تجارت، پیسو سیستمونو او اقتصادي مطالعاتو باندې مشتمل دي.

لید لوری: د دې څانګې لیدلوری په مالي او بانکي برخو کې د مسلکي او تخصصي کادرونو روزل دي چې د اقتصاد پو هنځي ماموریت ته نږدې دی.

مأموریت: دا څانګه خپلو موخو ته د رسېدو په موخه دا خپله دنده او ماموریت ګڼي چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري دټاکلي اوپه معیار برابر کریکولم او په لاس کې شته منابعو څخه د سالمې او غوره زده کړې زمینه محصلینو او په ټوله کې هیوادوالو ته چمتوکړي. په مشخصه توګه د دې څانګې ماموریت د کار بازار د تقاضا مطابق د معیاري زده کړه ایزو خدماتو عرضه کول دي چې په دی موخه لاندې کړنې او فعالیتونه ترسره کوي.

  • د درسي کریکولم او مفرداتو د تطبیق څخه دقیق نظارت د کار بازار د اړتیا مطابق.
  • د ادارې، او کسب کار زده کړو انتقال او مالي او بانکي مهارتونه

د مالي او یانکي څانګې د علمي کادر غړو لنډه پیژندنه:

د فضل الحق فطرت لنډه پیژندنه

نوماندپوهنیار فضل الحق فطرت په کال ۱۳۹۴ ه ش د شیخ زاید پوهنتون اقتصاد پوهنځي د مالي او بانکي امورو له څانګې څخه د لیسانس په کچه فارغ شوی دی. د پوهنتون له فراغت وروسته له یو شمیر دولتي ادارو سره د کار شپږ کلنه تجربه لري، اوس مهال د بامیان پوهنتون، اقتصاد پوهنځي د مالي او بانکي څانګې د آمریت ترڅنګ د استادۍ مقدسه دنده پر مخ وړي.

د پوهنیار اسماعیل احمدي پېژندنه

 پوهنیار اسماعیل احمدي په کال ۱۳۸۵ ه ش د بلخ پوهنتون اقتصاد پوهنځي مالي او بانکي څانګې څخه د لیسانس په کچه فارغ شوی دی. د لیسانس ترڅنګ یې په کال ۱۴۰۱ ه ش کې د کابل پوهنتون څخه د مالي او بانکي امورو په برخه کې د ماسټرۍ سند هم ترلاسه کړی، اوس مهال د بامیان پوهنتون، اقتصاد پوهنځي په مالي او بانکي څانګه کې د استادۍ مقدسه دنده پر مخ بیایي.

د نوماند پوهنیار امان الله محمدي پېژندنه

 خپل د لیسانس دوره یې د بامیان پوهنتون اقتصاد پوهنځي په بانکوالي او سوداګرۍ څانګه کې بشپړه کړې ده.
اوس مهال ښاغلی محمدي د بامیان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په مالي او بانکي څانګه کې د استاد په توګه تدریس او علمي فعالیتونه ترسره کوي. پام وړ مسلکي او تخصصي ساحې: مالي ټکنالوژي، د پانګونې بازار او پانګوال مدیریت، دیجیتلي اقتصاد، الکترونیکي بانکداري، پولي اقتصاد، نړۍوال تجارت (صادرات او واردات)، او د اقتصادي او ټولنیزو علومو په برخه کې د معلوماتو تحلیل.

د ملي اقتصاد د څانګې پېژندنه

ملي اقتصاد د بامیان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي له څلورو څانګو څخه یوه ده چې په ۱۳۹۲ هجري شمسي کال کې تاسیس شوې ده. د هېواد د نورو پوهنتونونو لکه کابل، بلخ، کندهار د ملي اقتصاد څانګو په څېر، دا څانګه هم خپلې زده کړې پر علمي معیارونو او اصولو برابرې مخ ته وړي. دا مضامین په لومړیو سمسترونو کې زده کوونکو ته تدریس کېږي، څو له پوهاوي سره یې د تخصصي مضامینو او نورو څانګو درسونو ته چمتو شي.

د دې څانګې فارغان د اقتصاد اصولو او د ملي او نړۍوالو اقتصادي معلوماتو له زده کړې وروسته، کولای شي د استاد، څېړونکي، ښوونکي، پالیسي جوړوونکي، مدیر او د اقتصادي چارو ماهر په توګه د دولتي او خصوصي سکتورونو خدمت وکړي.

لیدلوری: د اقتصاد اړین بنسټونه زده کوونکو او څېړونکو ته رسول، تر څو دوی له اقتصادي سرچینو څخه د اغېزمنې استفادې په وسیله له ټولنې سره مرسته وکړي.

مأموریت:  د لوړو زده کړو وزارت له خوا تصدیق شوی نصاب په ښه توګه تطبیقول، د موجودو منابعو اغېزمنه استفاده، او د مناسبو فرصتونو څخه د زدهکړې او څېړنې د ښه والي لپاره ګټه اخیستل. د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره لاندې کړنې تعقیبوي:

  • د درسي نصاب دقیق تطبیق او د بازار اړتیاوو سره برابرول؛
  • د زده کوونکو او استادانو هڅونه، څو له لږو امکاناتو ډېره ګټه واخلي؛
  • د تدریس د اسانتیا لپاره د اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې اغېزمن چارې چمتو کول؛

د ملي اقتصاد څانګې درسي نصاب

کود نمبر

سمستر

تعداد کریدیت

 مضمون

شماره

EC110

اول

3

د ماکرو اقتصاد بنسټونه ۱

1

EC120

اول

3

د مایکرو اقتصاد بنسټونه ۱

2

EC210

دوم

2

د ماکرو اقتصاد بنسټونه ۲

3

EC220

دوم

3

د مایکرو اقتصاد بنسټونه ۲

4

EC310

سوم

3

مایکرو اقتصاد

5

EC260

سوم

3

د اقتصادي نظریاتو تاریخ

6

EC410

چهارم

3

ماکرو اقتصاد

7

EC541

پنجم

3

نړیوال اقتصاد

8

EC542

پنجم

3

عامه بودجه

9

EC543

پنجم

3

د پرمختګ تیوري

10

EC544

پنجم

3

چاپېریالي اقتصاد

11

EC545

پنجم

3

د پروژې مدیریت

12

EC546

پنجم

3

عامه اقتصاد

13

EC621

ششم

3

نړیوال اقتصاد ۲

14

EC622

ششم

3

سیمه‌ییز اقتصاد

15

EC623

ششم

3

عامه بودجه (سیاست)

16

EC624

ششم

3

د افغانستان اقتصاد

17

EC625

ششم

3

عامه اقتصاد

18

EC628

ششم

2

عملي کار

19

EC721

هفتم

3

د بشري سرچینو مدیریت

20

EC722

هفتم

3

د اقتصاد عامه پالیسۍ

21

EC723

هفتم

3

د مالي خطر مدیریت

22

EC724

هفتم

3

مالي پالیسۍ

23

EC725

هفتم

3

د تحقیق طریقه (سیمینار)

24

EC821

هشتم

3

اسلامي اقتصاد

25

EC822

هشتم

3

پولي پالیسۍ

26

EC823

هشتم

3

ارزونه او کنترول

27

EC824

هشتم

4

سیمینار

28

EC825

هشتم

4

مونوګراف

29

د ملي اقتصاد څانګې د علمي کادر غړو پېژندنه:

پوهنیار حسینداد حسني

پوهنیار دوکتور حسین‌داد حسني د بامیان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د ملي اقتصاد څانګې علمي غړی دی. هغه خپله لیسانس درجه د بلخ پوهنتون څخه د اقتصاد په برخه کې ترلاسه کړې، او د ماسټري زده‌کړې یې د هند د میسور پوهنتون کې بشپړې کړې دي. نوموړی د اقتصاد په برخه کې د هند د ګوا پوهنتون څخه د دوکتورا سند لري. هغه تر دې دمه لاندې مضامین تدریس کړي دي: غټ اقتصاد، نړۍوال اقتصاد، د اقتصادي نظریاتو تاریخ، د پرمختیا اقتصاد، او د څېړنې مېتود. پوهنیار حسني تر اوسه په ۶ نړۍوالو کنفرانسونو کې خپلې څېړنې وړاندې کړې دي، او یوه څېړنه یې په International Trade Journal کې هم خپره شوې ده. درې نور علمي آثار یې د نړۍوالو ژورنالونو له‌خوا د خپرېدو په حال کې دي.

پوهنیار عبدالکریم پارسا

 دا مهال په ترکیه کې د دوکتورا په کچه زده‌کړې کوي.

نوماند پوهنیار جاوید رزمنده

 د بامیان پوهنتون څخه د سوداګرۍ ادارې په برخه کې د لیسانس سند لري. اوس مهال د ملي اقتصاد دیپارتمنت کې استاد دی او لاندې مضامین: غټ اقتصاد، کوچنی اقتصاد، نړۍوال اقتصاد، او د عامه اقتصادي سیاستونو تدریسوي.

د اقتصاد پوهنځي د اداري کارکوونکو پېژندنه:

۱- نیاز الله نظیف د محمد نبي زوی، د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی د ننګرهار پوهنتون د جغرافیې له څانګې څخه د لیسانس په کچه فارغ شوی دی. دا مهال د اقتصاد پوهنځي د تدریسي چارو عمومي مدیر په توګه دنده ترسره کوي.

۲- محمد رضا عظیمي د محمد عظیم زوی، د میدان وردګ ولایت د بهسود ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکی دی. نوموړی په ۱۳۹۷ هـ ش کال کې د بامیان پوهنتون د ملي اقتصاد له څانګې فارغ شوی دی. هغه د ۹ کلونو لپاره د بامیان ولایت د معارف په برخه کې د استاد په توګه کار کړی او دا مهال د اقتصاد پوهنځي اجرائیه مدیر دی.

د بامیان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي فعالې کمېټې:

۱- د ازموینو کمېټه،
۲- د ورزش او محصلینو کمېټه،
۳- د نظم او انضباط کمېټه،
۴- د فرهنګي چارو کمېټه،
۵- د ارشاد او دعوت کمېټه،
۶- د څېړنو (تحقیق) کمېټه،
۷- د کیفیت تضمین کمېټه،
۸- د ستراتیژیک پلان کمېټه،
۹- د آنلاین زده‌کړې کمېټه،
۱۰- د درسي نصاب کمېټه.