د شرعیاتو پوهنځي پېژندنه
د احمد ادریس (حبیبي) پیژندنه:
احمد ادریس (حبیبي) د انجینر هزارګل (حبیبي) زوی چې په (۱۳۷۵) هـ ش کال کې د افغانستان د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالی د ګربت باغک په کلي کې زیږیدلی دی.
لومړنۍ زده کړي یې د باغک په لیسه او د جمال الدین په دارالحفاظ کې سرته رسولي دي، او نور درسونه یې په أحسن العلوم مدرسه کې سرته رسولي دي.
په (۱۳۹۴) هـ ش کال کې له سیدجمال الدین افغاني پوهنتون څخه اول نمره او د ممتاز په درجه فارغ شوی دی.
په (۱۳۹۶) هـ ش کال کې د کابل دسلام پوهنتون د ماستری پروګرام د تفسیر او حدیث له څانګي څخه د ممتاز په درجه فارغ شوی دی.
په ( ۱۴۰۰ هـ ) کال کې یې د اسلام آباد په نړیوال پوهنتون کې د دکتورا ( PHD ) درسونه تکمیل کړي دي او د دکتورا د مرحلي د تیزس په لیکنه باندې مصروف دی .
زیات تدریسي خدمات یې هم ترسره کړی دی، د هغي له جملي په (۱۳۹۵) هـ ش کال کې په حدیقة القرآن خصوصي مدرسه او انصار المؤمنین ښوونیز مرکز کې د استادی خدمت ترسره کړی دی.
له (۱/۱/۱۳۹۶) څخه تر(۲۹/۱۲/۱۳۹۶) تاریخ پوري په افغان پوهنتون کې د اسلامي تعلیماتو د آمر په حیث خدمت ترسره کړی دی.
له (۱/۱/۱۳۹۷) څخه تر (۳۰/۵/۱۳۹۸) تاریخ پوري په سلطان محمود غزنوي خصوصي پوهنتون کې استاد پاتي شوی دی.
د (۱۳۹۸ ) هـ . ش کال د شپږمي میاشتي په پنځم تاریخ د امریکایي اشغالګرو له خوا بندي شوی دی، د بندیخاني د آزادیدلو څخه وروسته خپل نیمګړي تعلیم ته مخه کړي ده، چې خوشبختانه په ( ۱۴۰۰ ) هـ کال یې د اسلام آباد په نړیوال پوهنتون کې د دکتورا درسي مرحله تکمیل کړله، د درسي مرحلي د تکمیل څخه وروسته د ریاست الوزراء په حکم او د لوړو زده کړو په لزوم دید سره د بامیانو پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی د رئیس په توګه مقرر شوی دی، چې تر اوسه د نوموړي پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځی د رئیس په حیث خدمت ترسره کوي.
په دریو ژبو ( پښتو ، دري او عربي ) رواني خبري کولای شي ، په انگلیسي او اردو هم ابتدائي خبري کولای شي، او په دغو پورتنیو ژبو لیکنه او ترجمه هم کولای شي.
د کمپیوتر د ځېنو پروګرامونو او د نویي ټکنالوژی سره هم پوره آشنایي لري،
د ماستري د تیزس عنوان : په المؤمنون او الفرقان سورتونو کې د مؤمن صفات ، موضوعي څېړنه.
د دکتورا د تیزس عنوان: تفسیر آیات الأحکام بین أهل السنة والشیعة، دراسة مقارنة.
د فقهې او قانون څانګې پيژندنه
د فقهې او قانون څانګه د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې یو له مهمو او فعالو څانګو له ډلې څخه ګڼل کیږي، چې د دغه پوهنځي له رامنځته کېدو سره هم مهماله په ۱۳۹۷ کال د عقرب میاشتې په ۱۴ نېټه یې په علمي فعالیتونو شروع وکړه.
نوموړې څانګه د مجربو علمي کادرونو په درلودلو سره مهمې زده کړیزې او څيړنیزې موخې تعقیبوي، چې د هغوی په محور کې د اسلامي علومو زده کړه، د هیواد نافذه قوانین او حقوق شامل دي. د دغې څانګې اصلي موخه د اسلامي فقهې ، عامه حقوق او د اسلامي قضایاوو په برخه کې د متخصصو، متعهدو او پوهو کادرونو روزل دي، چې وکولای شي د هیواد په حقوقي، عدلي او علمي جوړښتونو کې مفید رول ولوبوي.
په مشخص ډول د دغې څانګې ځینې مهمې موخې په لاندې ډول دي:
- د قضايي او عدلي نهادونو په فعالیت کې د متخصصو کادرونو روزل، تر څو جزايي، مدني او تجارتي دوسیو ته رسیدګي وکړي.
- د خلکو او دولت فقهي اړتیاوو ته علمي ځواب ویل او د فقهي معتبرو نظریاتو ارایه کول.
- د قانوني حاکمیت په تقویت کې کارنده ګډون او اسلامي حکومتولي ترویج او رواجول.
- د ټولنې مختلفو ورځنیو ضرورتونو سره په همغږۍ فقهي او حقوقي حل لارې ارایه کول.
- د فقهې او قانون په حوزه کې نوو واقع شویو پوښتنو، اړتیاوو او ستونزو ته علمي ځواب ویل.
- د وخت او مکان په نظر کې نیولو سره فقهي او حقوقي بحثونه په نوې طریقه وړاندې کول.
د فقهې او قانون څانګې له تاسیس څخه تر اوسه څلور دورې فارغان لري، چې په ټوله کې ۷۵ تنه محصلین د هیواد په اداري او علمي برخه کې ټولنې ته وړاندې کړي دي، په دغه څانګه کې له دیني مدرسو او رسمي ښوونځیو څخه فارغان جذبیږي.
د دغې څانګې روزل شوي کادرونه تر اوسه د هیواد په عدلي، قضايي او معارف برخه کې د اسلامي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره په خدمت بوخت دي او د پوهنځي د موخو د سرته رسولو او همدارنګه د هیواد په ملي او ټولنیزو برخو کې مهم رول لوبولی دی.
د څانګې علمي کادرونه
|
شمېره |
د استاد نوم |
تحصیلي درجه |
علمي رتبه |
تحصیلي رشته |
دنده |
|
1 |
نورالله محمدي |
ماستر |
پوهنیار |
فقه او قانون |
د څانګې آمر |
|
2 |
محمد ابراهیم ذکي |
دکتور |
پوهنمل |
اسلامي فقه |
استاد |
د استادانو لنډه پيژندنه
۱ – پوهنیار نورالله محمدي
پوهیار نورالله محمدي د محمد رسول زوی دی، چې د پروان ولایت په شیخ علي ولسوالۍ کې زیږېدلی دی، نوموړي ابتدايي او منځنۍ زده کړې حقانیه مدرسه کې سر ته رسولې دي او وروسته یې د لېسانس او ماسترۍ سند د کابل پوهنتون څخه د فقهې او قانون په څانګه کې تر لاسه کړ، نوموړی اوس مهال د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقهې او قانون په څانګه کې د آمر په توګه کار کوي.
۲ – پوهنمل محمد ابراهیم ذکي
پوهنمل محمد ابراهیم ذکي د محمد حسین زوی دی، چې د بامیان ولایت په مرکز کې زېږېدلی دی، نوموړي ابتدايي زده کړې له لومړي ټولګي څخه تر پنځم ټولګي پورې د بامیان مرکزي لېسه کې سرته رسولې دي او وروسته يې د نورو زده کړو په موخه ایران هیواد ته سفر کړی دی.
نوموړي د لېسانس سند د فقهې او اسلامي فرهنګ په څانګه کې، د ماسترۍ سند یې د فقهې او اسلامي معارف په څانګه کې او د دکتورا سند یې د اسلامي فقهې په څانګه کې د جامعه المصطفی له پوهنتون څخه تر لاسه کړي دي، نوموړی د ۱۳۹۸ هـ لمریز کال څخه تر اوسه بامیان پوهنتون کې د فقهې او قانون په څانګه کې د رسمي استاد په توګه په تدریس او علمي فعالیتونو بوخت دی، همدارنګه نوموړي په یاده څانګه کې درې کاله د آمر په توګه خدمت تر سره کړی دی.
تدریسي مضمونونه، درسي پلانونه او د سمسترونو پایلې
د فقهې او قانون څانګه د لېسانس زده کړیزو برنامو په چوکاټ کې د اتو سمسترونو په اوږدو کې مختلف مضمونونه محصلینو ته وړاندې کوي. د دغې څانګې تدریسي مضمونونه د فقهي او قانوني موضوعاتو څخه ترکیب شوي دي. چې د متعهدو، متخصصو او د اسلامي فقهې او معاصرو حقوقو سره بلدو کادرونو د روزنې په موخه تنظیم شوې ده.
د فقهې او قانون څانګې درسي پلان(کریکولم) لېسانس دوره(۴کاله)
|
شمېره |
سمستر |
مضمونونه |
|
1 |
اول |
الحفظ و التجوید، العقیدة(1)، الحدیث(1)، فقه العبادات (1)، تاریخ التشریع، السیرة،حقوقي مبادي ، اللغة العربیة(1)، چاپیریال ساتنه، د افغانستان معاصر تاریخ. |
|
2 |
دوم |
العقيدة(2)، الحديث(2)، فقه العبادات(2)، فقه الأحوال الشخصية(1)، علوم الحديث، علوم القرآن، اللغة العربية(2)، المنطق القديم، اسلامي تاريخ ، اساسي حقوق . |
|
3 |
درېیم |
العقيدة(3)، التفسير(1)، أحاديث الأحكام(1)، فقه الأحوال الشخصية(2)، أصول الفقه(1)، حقوق الإنسان في الإسلام، الإنجليزية، حقوق العمل والتأمينات الاجتماعية المنطق الجديد، اللغة العربية (3) |
|
4 |
څلورم |
التفسير(2)، أحاديث الأحكام(2)، فقه المعاملات(1)، فقه الجنايات(1)، أصول الفقه(2) مقارنة الأديان، مبادئ الاقتصاد، أخلاق قضائية وعدلية، اللغة العربية(4) |
|
5 |
پنځم |
تفسير آيات الأحكام (1)، أحاديث الأحكام 3)) فقه المعاملات (2) فقه الجنايات )2) علم الميراث(1)، أصول الفقه3))، الفرق والمذاهب، الغزو الفكري، النظريات الفقهية، انتخابي مضمون. |
|
6 |
شپږم |
تفسير آيات الأحكام(2)، أحاديث الأحكام (4)، فقه المعاملات (3)، علم الميراث(2) ، أصول الفقه (4) فقه الشركات، أصول المحاكمات، النظام السياسي في الإسلام، انتخابي مضمون. |
|
7 |
اووم |
الحديث (3)، فقه الدعوى، مناهج البحث العلمي، النظام الإداري في الإسلام، النظام المالي والاقتصادي في الإسلام، أدب الاختلاف وأسبابه، الحديث – مسند الإمام الأعظم، أصول المحاكمات الجزائية، علم الكلام الجديد ، انتخابي. |
|
8 |
اتم |
الحديث (4) – صحيح البخاري، مقاصد الشريعة، نظام القضاء في الإسلام، القواعد الكلية الفقهية، الحديث – شرح معاني الآثار، أصول الإفتاء، الإحسان والتركية )التصرف(، دور المسلمين في حضارة العالم )الفكر الإسلامي(، پایلیک. |
د سمسترونو پایلې
د فقهې او قانون څانګې د ازموینې پایلې وروسته د ارزونې پړاونو له بشپړېدو او اخري تاییدي څخه په منظم ډول د لوړو زده کړو وزارت په مرکزي سیستم (H EMIS) کې ثبتیږي، هر محصل کولای شي چې د خپل ځانګړي یوزر او پاسورډ له لارې نوموړي سیستم ته داخل شي او د خپلو مضمونونو نومرې، د بریالیتوب یا نه بریالیتوب وضعیت او خپلي سمستري کارنامې وګوري.
په ټوله کې د دې څانګې د کریدیتونو تعداد(۱۶۱) کریډیته کیږي.
د اسلامي تعلیماتو د څانګې پېژندنه
د اسلامي تعلیماتو څانګه د افغانستان د اسلامي ټولنې، په ځانګړي ډول د بامیانو د خلکو د غوښتنې، او د علمي، فرهنګي او دیني بنسټونو د اړتیا له مخې، په ۱۳۸۹ هـ.ش کال کې د بامیانو پوهنتون په چوکاټ کې تاسیس شوه. د دې څانګې استادانو د بامیانو پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځي او نورو پوهنځیو لپاره د اسلامي کلتور (ثقافت اسلامي) مضامین تدریس کول. په ۱۳۹۳ هـ.ش کال کې د لومړي ځل لپاره له کانکوره محصلین جذب شول او رسمي فعالیت یې پیل کړ. په ۱۳۹۶ هـ.ش کال کې د شرعیاتو پوهنځي تر چتر لاندې خپل علمي او ښوونیز فعالیتونه په رسمي توګه پیل کړل.
موخې:
- د علمي معیارونو پر بنسټ د علمي او تخصصي څېړنو لپاره د مناسب چاپېریال برابرول، او د استادانو او محصلینو ترمنځ د خلاقیت روحيې وده ورکول.
- د دې څانګې د دندې اړوند یو تخصصي، اکادمیک او منل شوی نصاب برابرول.
- د وړ، متخصصو او ژمنو کادرونو روزنه د هغو دندو لپاره چې دوی ورسره تړاو لري.
- د اسلامي تعلیماتو څانګه ژمنه ده چې د دیني علومو د تدریس په برخو کې متخصص کادرونه وروزي، څو په مکاتبو، دارالعلومونو، دارالمعلمینو، پوهنتونونو، ارنوالیو، دولتي ادارو، دفاعي وکالت، او د جوماتونو ملا امامانو په توګه خدمت وکړي. دا څانګه د اسلامي امت د وحدت او د ټولنیز زغم پر اصل باور لري، په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره، او د اسلام پر اساسي سرچینو، یعنې قرآن کریم، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو، او د دیني علماوو لارښوونو باندې تکیه کوي.
د اسلامی تعلیماتو څانګې فارغان:
له تاسیس راهیسې تر اوسه پورې، د اسلامی تعلیماتو څانګې شپږ دورې فارغین ورکړي دي، چې دا فارغان د هېواد علمي او اداري ټولنې ته وړاندې شوي دي. په دې څانګه کې محصلین د دیني مدرسو او رسمي مکاتبو له فارغانو څخه جذبېږي.
د دې څانګې روزل شوي کادرونه اوس مهال د هېواد په عدلي، قضایي او معارف برخو کې، د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې، د خدمت په حال کې دي او د پوهنځي د موخو او د هېواد د ملي او ټولنیز پرمختګ په برخه کې مهم رول ادا کوي.
د اسلامي تعلیماتو د څانګې علمي غړي
|
شماره |
د استاد نوم |
تحصیلي درجه |
علمي رتبه |
تحصیلي رشته |
دنده |
|
1 |
حبیب الله حقپرست |
ماستر |
پوهنمل |
تعلیمات اسلامي |
د څانګې آمر |
|
2 |
نصرت الله نصرت |
ماستر |
پوهنمل |
تعلیمات اسلامي |
استاد |
|
3 |
سید خلیل کوهي |
ماستر |
پوهنوال |
تعلیمات اسلامي |
استاد |
د استادانو لنډ ژوندلیک
- پوهنمل حبیب الله حقپرست
پوهنمل حبیبالله حقپرست، د ملک محمد زوی، د پروان ولایت د شینواري ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی د ۱۳۶۵ هـ.ش کال زېږېدلی دی. نوموړي د امام ابوحنیفه (رح) مدرسې له ۱۴ ټولګي څخه فارغ شوی، د لیسانس سند یې د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د اسلامي علومو او فرهنګ له څانګې ترلاسه کړی دی. همدارنګه د قم پوهنتون (ایران) څخه یې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی. له ۱۳۹۲ هـ.ش کال راهیسې تر اوسه، نوموړی د بامیانو پوهنتون د اسلامي تعلیماتو څانګې رسمي استاد او اوسنی آمر دی.
- پوهنمل نصرتالله نصرت
پوهنمل نصرتالله نصرت، د شیردل زوی، د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړي د لیسانس سند د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د دینی علومو له څانګې ترلاسه کړی، او د ماسټرۍ سند یې د ننګرهار پوهنتون څخه د تفسیر او حدیث په رشته کې ترلاسه کړی دی. له ۱۳۹۲ هـ.ش کال راهیسې تر اوسه، نوموړی د بامیانو پوهنتون د اسلامي تعلیماتو څانګې استاد دی. همداراز، درې کاله د پوهنتون د استادانو د چارو د آمر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
- پوهنوال سید خلیل کوهي
پوهنوال سید خلیل کوهي، د سید تقی زوی، د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړي د کابل پوهنتون د ادبیاتو او ژبو پوهنځي د عربي ادبیاتو له څانګې لیسانس اخیستی، او ماسټري یې د اصفهان پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده. له ۱۳۸۵ هـ.ش کال راهیسې تر اوسه، نوموړی د بامیانو پوهنتون استاد دی. پنځه کاله یې د شرعیاتو پوهنځي رئیس، او درې کاله د اسلامي تعلیماتو د څانګې آمر پاتې شوی دی.
تدریسي مضامین، درسي پلانونه او د سمسترونو پایلې
د اسلامي تعلیماتو څانګه د لیسانس د څلور کلن پروګرام (۸ سمسترونه) په چوکاټ کې، زدهکوونکو ته ګڼ درسي مضامین وړاندې کوي. دا مضامین د تفسیر، حدیث، فقه، اصول، عقیده، منطق، اقتصاد، ارث، تصوف، او اسلامي علومو له موضوعاتو څخه جوړ دي، چې موخه یې د متخصصو، متعهده او د اسلامي علومو سره آشنا کادرونو روزنه ده.
د اسلامي تعلیماتو د څانګې درسي نصاب (کریکولم)
|
شمیره |
سمستر |
مضامین |
|
1 |
لمړی |
الحفظ و التجوید، العقیدة )1)، الحدیث(1)، فقهالعبادات )1)، تاریخ التشریع، علوم الحدیث ، فقه السیرة، مبادی حقوق، اللغة العربیة )1)، تاریخ معاصر افغانستان. |
|
2 |
دوهم |
العقيدة )2)، التفسیر (1)، الحديث )2)، فقه العبادا )2، علوم الحديث،(2)، علوم القرآن، اللغة العربية )2)، المنطق القديم، تاريخ اسلامي ، حقوق اساسی. |
|
3 |
دریم |
العقيدة )3)، التفسير )2)، حدیث )3)، فقه الأحوال الشخصية )1)، أصول الفقه)1(، المنطق الجدید،مقارنة الادیان ، اللغة العربية (3)،چاپیریال ساتنه ، الإنجليزية، |
|
4 |
څلورم |
التفسير )3)، الحدیث)4) فقه الاحوال الشخصیة (2)، فقه المعاملات )1)، النظام السیاسی فی الاسلام )، أصول الفقه)2( الفرق والمذاهب ، مبادئ الاقتصاد، أخلاق قضائية وعدلية، اللغة العربية(4) |
|
5 |
پڼځم |
تفسير)4)،الحدیث (5) فقه المعاملات )2))النظریات الفقهیه ( الحق والالتزام والملکیة،( النظام المالی والاقتصادی فی الاسلام النظام الاداری فی الا سلام )،علم الکلام الجدید )، ، اللغة العربیة. البلاغة (5) انتخابی |
|
6 |
شپږم |
تفسير )5)، الحدیث )6)، فقه( وسائل الاثبات فی الفقه والقانون( ، أصول الفقه (4) اصول التفسیر ، أصول التخریج ودراسة الاسانید ، اللغة العربیة (6)، دورالمسلمین فی حضارة العالم (الفکرالاسلامی) انتخابی . |
|
7 |
اووم |
التفسیر )6 (الحدیث(7) )، فقه الجنایات ، علم المیراث ، القواعد الکلیة الفقهیة ، الدفاع عن السنة ، الغزوالفکری ، مناهج البحث العلمی ، الحدیث ( مسند امام اعظم ) |
|
8 |
اتم |
ا لتفسیر (7) الحديث )8) – صحيح البخاري، اصول الدعوة وفن الخطابه ، الحديث – شرح معاني الآثار ، مقاصد الشريعة، أصول الإفتاء، الإحسان والتركية )التصوف(،علم الاجتماع ( مقدمه ابن خلدون ، مونوگراف. |
د سمسترونو پایلې
د اسلامي تعلیماتو د څانګې د پایسمستر ازموینو پایلې د ارزونې له بشپړیدو او وروستي تایید وروسته، د لوړو زدهکړو وزارت د HEMIS مرکزي سیستم له لارې ثبتېږي. هر محصل کولای شي چې د خپل ځانګړي کارننوم (Username) او پټنوم (Password) له لارې سیستم ته داخل شي، او د خپلو مضامینو نمرې، د کامیابۍ یا ناکامۍ حالت، او د سمستر نتیجه وګوري.
په ټولیز ډول، د دې څانګې ټول کریډیټونه (۱۶۷) دي.
د اسلامي ثقافت دیپارتمنت پېژندنه
اسلامي ثقافت دیپارتمنت د شرعیاتو پوهنځي له دریو فعالو دیپارتمنتونو څخه یو دی، چې تدریسي مضامین یې پوهنتونشموله حیثیت لري. د دې دیپارتمنت استادان د بامیان پوهنتون په ټولو پوهنځیو کې اسلامي ثقافتي مضامین تدریسوي. دا مضمون د اسلامي ارزښتونو د احترام، د دیني اصولو د درک او اسلامي پوهې د لوړوالي لپاره، د هېواد په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې په ټولو سمسترونو کې تدریسېږي.
د اسلامي ثقافت دیپارتمنت اهداف
- د لوړو زده کړو د مختلفو څانګو محصلینو ته د اسلام د عمومي اصولو علمي او اکادمیک پېژندنه.
- د اسلام د جهانبینۍ، او له معاصرو علومو سره د هغې د اړیکو معرفي.
- د داسې ځوانانو روزنه چې باخبر، ملتزم، او د اسلامي ثقافت ارزښتونو ته وفادار وي.
- د متوازنو او متعهدو اسلامي کادرونو تربیه، چې د افراط او تفریط پرته، اسلامي اخلاق او پوهه عملي بڼه ورکړي.
- د اسلامي موضوعاتو شرعي او عقلي توضیح او د هغې د حکمتونو بیان.
- د محصلینو د اسلامي پوهې لوړول، څو د فردي او ټولنیزو چارو په پرمختګ کې مؤثر رول ولوبوي.
- د علمي تحقیق، سالم اسلامي فکر، او انساني ارزښتونو پراخوالی.
د علمي کادر پېژندنه
دغه دیپارتمنت شاوخوا ۱۹ تنه استادان لري، چې زیاتره یې د "عالمیه دوره" بشپړ کړې، د ماستري یا لیسانس سندونه لري، او د شرعي علومو په تدریس کې تخصص لري. د استادانو ډېری یې له دیني مدرسو او اسلامي پوهنتونونو فارغ
شوي، او د اسلامي تعلیماتو، حدیث، فقه، او تفسیر په برخو کې علمي سابقه لري.
دڅانګه علمی کادر غړي
|
شميره |
داستاد نوم |
د تحصیل درجه |
د علمی رتبه |
دتحصیل رشته |
دنده |
|
1 |
سمیع الله سعادت |
دعالميه دوره ماستر |
نوماند پوهنیار |
دوره حدیث |
د دیپارتمنت آمر |
|
2 |
عبدالقادر ثاقب |
دعالميه دوره ماستر |
نوماند پوهنیار |
دوره حدیث |
استاد |
|
3 |
عبدالقادر مختار |
دعالميه دوره ماستر |
نوماند پوهنیار |
دوره حدیث |
استاد |
|
4 |
عبدالصمد حیدری |
دعالميه دوره ماستر |
نوماند پوهنیار |
دوره حدیث |
استاد |
|
5 |
محمد گل وهاج |
ماستر |
پوهنیار |
فقه وقانون |
استاد |
|
6 |
حمیدالله حماس |
دعالميه دوره ماستر |
نوماند پوهنیار |
دوره حدیث |
استاد |
|
7 |
فضل الرحمن سرفراز |
دعالميه دوره ماستر |
پوهنیار |
|
استاد |
|
8 |
عبدالمستعان اکبری |
لیسانس |
نوماند پوهنیار |
|
استاد |
|
9 |
اسلام الدین صدیقی |
دعالميه دوره ماستر |
نوماند پوهنیار |
دوره حدیث |
استاد |
|
10 |
محمد نسیم فیاض |
دعالميه دوره ماستر |
نوماند پوهنیار |
دوره حدیث |
استاد |
|
11 |
مصلح الدین نظامی |
دعالميه دوره ماستر |
نوماند پوهنیار |
دوره حدیث |
استاد |
|
12 |
نورالحق عزیزی |
لیسانس |
نوماند پوهنیار |
|
استاد |
|
13 |
عبدالبصیر ثاقب |
دعالميه دوره ماستر |
نوماند پوهنیار |
دوره حدیث |
استاد |
|
14 |
احمدالله رشیدی |
دعالميه دوره ماستر |
نوماند پوهنیار |
دوره حدیث |
استاد |
|
15 |
مکرم مظهری |
دعالميه دوره ماستر |
نوماند پوهنیار |
دوره حدیث |
استاد |
|
16 |
بشیرالحق حقانی |
دعالميه دوره ماستر |
نوماند پوهنیار |
دوره حدیث |
استاد |
|
17 |
خیرالله خالد |
دعالميه دوره ماستر |
نوماند پوهنیار |
دوره حدیث |
استاد |
|
18 |
بشیراحمد زاهد |
دعالميه دوره ماستر |
نوماند پوهنیار |
دوره حدیث |
استاد |
|
19 |
نقیب الله حنفی |
دعالميه دوره ماستر |
نوماند پوهنیار |
دوره حدیث |
استاد |
۱- نوماند پوهنیار سمیعالله سعادت
سمیعالله سعادت د ذبیحالله زوی، په ۱۳۶۷ هـ ش کال کې د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. لومړنی تعلیم یې په خپل کلي کې تر لاسه کړی، او تر ثانوي دورې پورې زده کړې یې په جامع الانوار مدرسه (پنجشیر) کې بشپړې کړي. نوموړی له کابل پوهنتون څخه د اسلامي تعلیماتو له برخې فارغ شوی او د "دارالعلوم عمر بن خطاب" (قلعه لوګري، کابل) څخه یې د عالم دورې سند ترلاسه کړی. په ۱۴۰۲ هـ ش کې د ازاد رقابت له لارې د بامیانو پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د ثقافت اسلامي دیپارتمنت استاد وټاکل شو، او اوس د دې دیپارتمنت آمر دی.
۲- نوماند پوهنیار بشیرالحق حقاني
بشیرالحق حقاني د محمد صابر زوی، په یوه دیني کورنۍ کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د بامیان ولایت د کهمرد ولسوالۍ د "تکلانیه دشت سفید" مدرسه کې پیل کړې. لوړې زده کړې یې په مدرسه القدس (کابل) کې تر شیخ عبدالشکور صاحب لاندې ترسره کړې، او عالم دوره یې په خاتم النبیین جنتیه مدرسه کې (پلچرخي، کابل) تکمیل کړې. نوموړي د هېواد په بېلابېلو خصوصي مدرسو کې د تدریس اوږده تجربه لري، له لیسانس او ماستر سندونو سره، او اوس مهال د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د ثقافت اسلامي دیپارتمنت استاد دی.
۳- نوماند پوهنیار احمدالله رشیدي
احمدالله رشیدي د حاجي عبدالرشید زوی، د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د اوتړي کلي اوسېدونکی دی. په ۱۳۶۵ هـ ش کې زېږېدلی، او د دیني زده کړو لومړنۍ دوره یې د خپل ولایت په مفتاح العلوم مدرسه کې بشپړه کړې. نوموړی د دیني فنونو زده کړې په پاکستان کې په بېلابېلو مدرسو کې تر سره کړې، او د پشاور په امداد العلوم مدرسه کې یې د عالم دورې سند (دوره کُلان) ترلاسه کړی دی. په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې د آزاد رقابت له لارې د بامیانو پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د ثقافت اسلامي دیپارتمنت استاد وټاکل شو.
۴- نوماند پوهنیار عبدالقادر مختار
عبدالقادر مختار د عبدالرشید زوی، په ۱۴۰۷ هـ ق (۱۳۶۵ هـ ش) کال کې زېږېدلی، اصلي استوګنه یې بغلان ولایت او فعلاً د بامیان ښار اوسېدونکی دی. نوموړی وادهدار او د علومو اسلامي د ماسټر درجې لرونکی دی. علمي تخصص یې د فقه، قضاء او اسلامي تعلیماتو په برخه کې دی.
تحصیلات:
- د دیني علومو ابتدایی دوره یې په بامیان کې د "نعمانیه"، "دو آب میخ زرین" او "اسلامیه جلمش" مدرسو کې لوستې ده.
- د فنونو دوره یې د ۱۳۸۴–۱۳۸۹ هـ ش کلونو ترمنځ د پاکستان په پېښور، باجور، مردان، صوابۍ، زاخېلو، ایبټ آباد او هریپور مدرسو کې تر سره کړې.
- د عالم دورې فارغ التحصیل له دارالعلوم عالی هرات (۱۳۹۲ هـ ش)؛ د فتوې تخصص یې همدلته د ممتاز درجې سره بشپړ کړی (۱۳۹۳–۱۳۹۴ هـ ش).
- د افغان تحصیلات عالي مؤسسې څخه یې لیسانس سند تر لاسه کړی (۱۳۹۵ هـ ش)، او د المصطفی نړیوال پوهنتون (کابل څانګه) څخه یې د تفسیر او علوم القرآن په برخه کې ماستري ترلاسه کړې (۱۳۹۸ هـ ش).
تخصص:
- تخصص یې د فقه او افتاء په برخه کې دی.
تجربه:
- دوه کاله د کابل ښار د ناحیه ۱۳ د امام ترمذي خصوصي دارالعلوم استاد پاتې شوی.
- پنځه کاله یې د میوند خصوصي پوهنتون د اسلامي تعلیماتو استاد په توګه دنده ترسره کړې (۲۰۱۷–۲۰۲۲م).
- د ۱۴۰۲ هـ ش کال له حمل میاشتې راهیسې د بامیانو پوهنتون رسمي استاد دی.
کمپیوټري مهارتونه:
- پر وینډوز، ورډ او ایکسل باندې ښه بلدتیا لري.
۵- نوماند پوهنیار مکرم مظهري
مکرم مظهري د سکندر زوی، د محمد ظاهر لمسی، په ۱۳۶۹ هـ ش کال کې د سمنګان ولایت د رویدوآب ولسوالۍ د قشقې کلي کې زېږېدلی. تر نهم ټولګي پورې یې په همدې کلي کې زدهکړې کړي او دیني لومړنۍ زدهکړې یې د هماغه سیمې له علماوو سره کړې دي.
په ۱۳۸۳ هـ ش کې د خپل تره قاري محمد داود په لارښوونه د بامیان ولایت د کهمرد ولسوالۍ د دشت سفید کلي ته ولاړ، او هلته یې په مختلفو خصوصي مدرسو لکه مدرسه تکلانیه، مدرسه نعمانیه (دوآب میخ زرین)، مدرسه محمدیه (آبخورک)، کلور خرم او سارباغ کې زدهکړې وکړې.
په ۱۳۸۸ هـ ش کې له دارالعلوم عربیه اسلامیه کوکجر سمنګان څخه د دولسم ټولګي فارغ شو. وروسته یې د فنونو زدهکړې د حنفيه کارته خراسان، صدقيه لرغان، دلخکي سمنګان او خواجه الوان بغلان مدرسو کې دوام ورکړ.
په ۱۴۰۲ هـ ش کې یې د هېواد له مشهور عالم شیخ محمد شریف حقاني سره د حدیث دوره د جامعه امام ابوحنیفه (رح) کې بشپړه کړه.
په ۱۴۰۳ هـ ش د لوړو زدهکړو وزارت له خوا د ازاد رقابت له لارې د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د ثقافت اسلامي دیپارتمنت استاد وټاکل شو.
۶- نوماند پوهنیار نورالحق عزیزی
نورالحق عزیزی د عبدالعزیز زوی، د عبدالله لمسی، په ۱۳۷۳ هـ ش کال کې د سمنګان ولایت د خرم او سارباغ ولسوالۍ د شوراب کلي کې زېږېدلی. لومړنۍ زدهکړې یې د دارالعلوم عالی عثمانیه سمنګان کې کړي دي.
عالیه دوره یې هم په همدې ولایت کې بشپړه کړې، او د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون له څانګې د لیسانس سند لري.
فعلاً د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د ثقافت اسلامي دیپارتمنت استاد دی.
۷- نوماند پوهنیار محمد نسیم فیاض
محمد نسیم فیاض د مهرعلي زوی، د سید امیر لمسی، په ۱۳۶۰ هـ ش کال کې د پروان ولایت د سرخپارسا ولسوالۍ په فاضل کلي کې زېږېدلی. لومړنۍ زدهکړې یې له خپل پلار سره کړي، او په ۱۳۷۸ هـ ش کې د قرآن کریم د حفظ لپاره پاکستان ته لاړ.
په ۱۳۸۰ هـ ش کې یې د لاهور په "تحفیظ القرآن" مدرسه کې حفظ بشپړ کړ، او په ۱۳۸۲ کې یې د دارالحفاظ مرکزي دوره پای ته ورسوله.
له کابل پوهنتون د تعلیم او تربیې له پوهنځي څخه یې د اسلامي علومو او فرهنګ په برخه کې لیسانس اخیستی، او بیا یې د حدیث دوره د "الجامعة العربیة الاسلامیه خواجه ابو نصر بارسا" مدرسه کې لوستې، چې په ۱۴۴۶ هـ ق کې فارغ شوی دی.
په ۹-۱-۱۴۰۲ نېټه د رقابتي ازموینې له لارې د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د ثقافت اسلامي دیپارتمنت استاد وټاکل شو.
- ۸- نوماند پوهنیار نقیب الله حنفي
نقیب الله حنفي د وزیر احمد زوی، د محمد لمسی، د ۱۳۷۸ هـ ش کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه د بامیان ولایت د کهمرد ولسوالۍ د دشت سفید کلي کې زېږېدلی.
لومړنۍ زدهکړې یې د همدغې سیمې په "تکلانیه دشت سفید" مدرسه کې کړي، او منځنۍ دوره یې د "سراج العلوم" مدرسه (پلچرخي – کابل) کې لوستې.
عالیه دوره یې د "خاتم الانبیاء جنتیه" مدرسه کې بشپړه کړې او بیا یې عالمیه دوره د "دارالعلوم حضرت عمر بن الخطاب" (دارالامان – کابل) کې پای ته رسولې ده.
وروسته یې د ثقافت اسلامي د کادري بست لپاره په ازموینه کې ګډون وکړ، او د ۱۴۴۶ هـ ق د میزان ۲۵ نېټه د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د ثقافت اسلامي دیپارتمنت استاد وټاکل شو.
- ۹- پوهنیار فضل الرحمن سرفراز
فضل الرحمن سرفراز د میرزا محمد زوی، د شاه محمد لمسی، د پروان ولایت د سرخپارسا ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
لومړنۍ زدهکړې یې تر دولسم ټولګي پورې د "شهید نیازی" لیسه کې کړې دي.
د ننگرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي تعلیماتو له څانګې فارغ شوی، همداراز یې د همدې پوهنتون څخه د ماستري سند ترلاسه کړی دی.
عالمیه دوره یې د "جامعه میاگل جان آغا" مدرسه (قرهباغ – کابل) کې بشپړه کړې.
فعلاً د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د ثقافت اسلامي دیپارتمنت استاد دی.
- ۱۰- نوماند پوهنیار خیرالله خالد
خیرالله خالد د عزیزالله زوی، د غلام نقشبند لمسی، د بامیان ولایت د کهمرد ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې په ۱۳۸۰ هـ ش کال زېږېدلی. لومړنۍ زدهکړې یې د دشت سفید منځنۍ ښوونځي کې کړې، او د عالیه او عالمیه دورې زدهکړې یې د تکلانیه عالي مدرسه کې بشپړې کړې دي. اوس مهال د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د ثقافت اسلامي دیپارتمنت استاد دی.
- ۱۱- نوماند پوهنیار مصلحالدین نظامي
مصلحالدین نظامي د سراجالدین زوی، د نظامالدین لمسی، د بامیان ولایت د مرکز اوسېدونکی دی. لومړنۍ زدهکړې یې په خپله زادګاه کې کړي، او د متوسطه او عالیه دورې زدهکړې یې د کابل د دارالعلوم عربي مدرسه کې ترسره کړي. نوموړی د تعلیم او تربیې پوهنتون څخه د لیسانس سند لري، او د دارالعلوم عمر بن خطاب (کابل) کې یې د عالمیه دوره پای ته رسولې ده.
- ۱۲- نوماند پوهنیار عبدالمستعان اکبري
عبدالمستعان اکبري د محمد عثمان زوی، د محمد اکبر لمسی، د بغلان ولایت د تالهوبرفک ولسوالۍ اوسېدونکی دی. لومړنۍ زدهکړې یې په خپله زادګاه کې ترسره کړي، او تر دولسم ټولګي پورې یې زدهکړې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دوام کړي. د تخار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د تعلیمات اسلامي له څانګې فارغ دی، او اوس د بامیان پوهنتون د ثقافت اسلامي دیپارتمنت استاد په توګه دنده ترسره کوي.
- ۱۳- نوماند پوهنیار حمیدالله حماس
حمیدالله حماس د حضرت قل زوی، په ۱۳۶۹ هـ ش کال د بامیان ولایت د شیبر ولسوالۍ زېږېدلی. لومړنۍ زدهکړې یې په خپله زادګاه کې کړي، او متوسطه، عالیه او عالمیه دورې یې د کابل تایمني سیمې په جامعه ابوبکر صدیق کې بشپړې کړې دي. د لیسانس او ماستري اسناد یې د سلام پوهنتون څخه اخیستي دي. فعلاً د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د ثقافت اسلامي استاد دی.
- ۱۴- نوماند پوهنیار اسلامالدین صدیقي
اسلامالدین صدیقي د سرورالدین زوی، د حاجي نجمالدین لمسی، په ۱۳۶۵ هـ ش کال د بامیان ولایت د مرکز اوسېدونکی دی. لومړنۍ زدهکړې یې په خپله پلارني ټاټوبې کې کړې دي، او تر دولسم ټولګي پورې یې زدهکړې د دارالحفاظ عالي مرکزي کې بشپړې کړې. نوموړی د هرات پوهنتون څخه د لیسانس سند لري، او اوس مهال د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د ثقافت اسلامي استاد دی.
- ۱۵- نوماند پوهنیار بشیر احمد زاهد
بشیر احمد زاهد د مولوي اصیل محمد عابد زوی، د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د سیاهچوب کلي اوسېدونکی دی. د ۱۳۶۳ کال د کب په ۲۹ مه نېټه زېږېدلی. لومړنۍ زدهکړې یې له خپل پلار او قاضي بابا (چې د خپل وخت له مشهورو علماوو څخه و) څخه ترلاسه کړې. وروسته یې د افشار کابل په جامعه فاروقیه کې، بیا په پاکستان کې د زبیریه، عبدالله بن مسعود، او سراجالاسلام مدرسو کې دینی زدهکړې بشپړې کړې. په ۲۰۰۷م کال کې یې دوره کلان پای ته رسولې، او له امارت اسلامي وروسته یې د قضاء او افتاء دوه کلنه دوره وکړه. د کابل د استقامت پوهنتون له شرعیاتو پوهنځي فارغ شوی، او له ۱۴۰۳ هـ ش راهیسې د بامیان پوهنتون استاد دی. د کمپیوټر له اړینو پروګرامونو سره هم بلدیت لري.
- ۱۶- نوماند پوهنیار عبدالصمد حیدري
عبدالصمد حیدري د محمد حیدر زوی، د بغلان ولایت د تالهوبرفک ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې په ۱۳۷۷ هـ ش کال کې زېږېدلی. لومړنۍ زدهکړې یې په خپله زادګاه کې کړي، او د عالیه، ثانوي، او عالمیه زدهکړې یې په جامعه عالی ابوبکر صدیق (کابل) کې بشپړې کړي. د کابل پوهنتون له شرعیاتو پوهنځي د تعلیمات اسلامي له څانګې فارغ شوی، او د افتاء او قضاء تخصصي دوره یې هم کړې. په ۱۴۰۳ هـ ش کې د رقابت له لارې د بامیان پوهنتون استاد وټاکل شو، او اوس د شرعیاتو پوهنځي مرستیال هم دی.
- ۱۷- پوهنیار محمد ګل وهاج
محمد ګل وهاج د محمد رسول زوی، د پروان ولایت د سرخپارسا ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې په ۱۳۷۲ هـ ش کال کې زېږېدلی. لومړنۍ او ثانوي زدهکړې یې د شهید عبدالروف حجت دارالعلوم کې ترسره کړې. په ۱۳۹۵ هـ ش کې یې د البروني پوهنتون له فقه او قانون څانګې لیسانس اخیستی، او په ۱۳۹۸ هـ ش کې یې د ننگرهار پوهنتون له همدې څانګې ماستري تر لاسه کړې. په ۱۴۰۲ هـ ش کې د بامیان پوهنتون استاد ټاکل شوی.
- ۱۸- نوماند پوهنیار عبدالبصیر ثاقب
عبدالبصیر ثاقب د عبدالصمد زوی، د غور ولایت د مرکز فیروزکوه اوسېدونکی دی، چې په ۱۳۵۲ هـ ش کال کې زېږېدلی. لومړنۍ زدهکړې یې په زادګاه، او متوسطه او عالیه زدهکړې یې په پاکستان کې کړي. د عالمیه دوره یې د ۱۴۲۵ هـ ق کال په مدرسه حقانیه کې بشپړه کړې. او دا مهال د بامیان پوهنتون د ثقافت اسلامي دیپارتمنت استاد دی.
- ۱۹- نوماند پوهنیار عبدالقادر ثاقب
عبدالقادر ثاقب د غلام حضرت زوی، د بامیان ولایت د شیبر ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې په ۱۳۶۵ هـ ش کال کې زېږېدلی. د مهاجرت پر مهال یې په ۱۳۷۵ هـ ش کال کې په پشاور کې زدهکړې پیل کړې، او د نور المدارس، مرکزالعلوم الاسلامیه، او دارالعلوم امام بخاري مدرسو کې یې عالیه، عالمیه، او تخصصي زدهکړې بشپړې کړې. په ۱۴۰۲ هـ ش کې د بامیان پوهنتون استاد وټاکل شو، او دا مهال هلته تدریس کوي.
درسي پلان (کریکولم)
د اسلامي ثقافت دیپارتمنت د لیسانس څلور کلن درسي پلان لاندې مضامین لري، چې هر سمستر لپاره ځانګړي دي:
|
سمستر |
مضامین |
|
اول |
اسلامي عقیده، تلاوت او تجوید |
|
دوم |
عبادات او د نبوي سیرت اصول |
|
سوم |
اسلامي ټولنیز او اخلاقي نظام |
|
څلورم |
فکري روزنه، ادیان او مذاهب |
|
پنځم |
اسلامي سیاسي او اداري نظام |
|
شپږم |
اسلامي اقتصادي نظام |
|
اووم |
قرآن او معاصر علوم |
|
اتم |
اسلامي تمدن |
ټول کریدتونه: ۲۴
د ازموینو پایلې او ارزونه
د هر سمستر پای ازموینې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د HEMIS مرکزي سیستم له لارې ارزول کېږي، او محصلین کولای شي د خپل نوم، رمز او حساب له لارې نمرې او پایلې وڅاري.