د بامیان پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه!

bu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۱:۲۱
Bamyan

نن چهارشنبه، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رجب المرجب میاشتې پینځلسمه نېټه، د بامیان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو معاونیت په تالار کې ترسره شوه.
دغه غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په دې غونډه کې چې د پوهنتون مرستیالانو او د پوهنځیو رئیسانو هم حضور درلود، د تعلیمي کیفیت ښه والی، د څیړنیزو فعالیتونو پراختیا او د محصلینو لپاره د علمي او هوسایني خدماتو لوړول د بحث او څېړنې لاندې ونیول شول. همدارنګه د پوهنتون او پوهنځیو د تعلیمي او څېړنیزو سیستمونو د پیاوړتیا لپاره اړینې پرېکړې ونیول شوې.
بامیان پوهنتون د دې غونډو په ترڅ کې هڅه کوي چې د محصلینو لپاره ښه شرایط برابر کړي او په ټولنیز او علمي پرمختګ کې مهم ګامونه پورته کړي.
بامیان پوهنتون 
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

له بامیان پوهنتون څخه د هلمند پوهنتون اداري کارکوونکو لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۱۱هـ ق
د هلمند پوهنتون یو شمېر اداري کارکوونکو د بامیان پوهنتون له اداري همکارانو سره په یوه ناسته کې ولیدل او د تجربو تبادله یې وکړه.
یاده ناسته د دواړو بنسټونو ترمنځ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۴۹
Background image

د باميانو پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ ش کال د پسرلني سمستر د وروستیو ازموینو پیل!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۹ هـ ق
د ۱۴۰۴ هـ ش کال د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې د لوړو زده کړو وزارت د لایحې پر بنسټ په رسمي ډول باميان پوهنتون کې پیل شوې.
ازموینې په ټولو پوهنځیو کې په هم‌مهاله ډول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

په بامیان پوهنتون کې د علمي کنفرانس جوړېدل!

چهارشنبه ۱۴۴۷/۱/۶هـ ق
 د بامیان پوهنتون او دایکندي د لوړو زده‌کړو مؤسسې د یو شمېر استادانو له خوا د بامیان پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ په یاد پوهنتون کې علمي کنفرانس ترسره. . .

BACK TO NEWS