په بامیان پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي مشورتي بورډ ناسته!

bu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۲۱
111

یکشنبه – ۱۴۴۷/۱/۱۷هـ ق
د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي مشورتي بورډ ناسته د پوهنتون د مرستیالانو، د پوهنځي رئیس او استادانو په ګډون د پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د پوهنځي د بېلابېلو کمېټو د کړنو راپورونه وړاندې شول او د علمي فعالیتونو د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وشو.
همداراز د استادانو د تدریسي تګلارې د تنظیم او پلي کېدو، او د علمي او تحقیقي سیمینارونو د جوړولو لپاره د پلان جوړونې په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
د غونډې یو بل مهم بحث د پوهنتون د عمومي کتابتون او د شرعیاتو پوهنځي د ځانګړي کتابتون د کتابونو کتنه وه، چې په ترڅ کې یې علمي اړتیاوې او نوې سرچینې وارزول شوې.
یاده ناسته د وړاندیزونو په راټولولو او د علمي او ښوونیزو برنامو د کیفیت د لا ښه والي پر ټینګار سره پای ته ورسېده.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۵:۳۲
Background image

د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي څخه د تضمین کیفیت ټیم لیدنه او لارښوونې!

سه‌شنبه ۱۴۴۷/۱/۱۹هـ ق
د بامیان پوهنتون د تضمین کیفیت ټیم د داخلي ارزونې او تدریس کیفیت د ښه‌والي پروګرامونو په لړ کې پرون د دغه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي نه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۵:۲۷
Background image

د بامیان پوهنتون د تعلیمي نصاب کمیټې غونډه ترسره شوه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۱۸هـ ق
د بامیان پوهنتون د تعلیمي نصاب د کمیټې غونډه د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال داکتر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د یاد معاونیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۲۱
Background image

په بامیان پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي مشورتي بورډ ناسته!

یکشنبه – ۱۴۴۷/۱/۱۷هـ ق
د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي مشورتي بورډ ناسته د پوهنتون د مرستیالانو، د پوهنځي رئیس او استادانو په ګډون د پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دغه ناسته. . .

BACK TO NEWS