د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي څخه د تضمین کیفیت ټیم لیدنه او لارښوونې!

bu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۵:۳۲
ذذ

سه‌شنبه ۱۴۴۷/۱/۱۹هـ ق
د بامیان پوهنتون د تضمین کیفیت ټیم د داخلي ارزونې او تدریس کیفیت د ښه‌والي پروګرامونو په لړ کې پرون د دغه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي نه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د تضمین کیفیت ټیم غړو د اداري اسنادو، تعلیمي پروګرامونو، تدریسي اسانتیاوو او علمي چاپېریال ارزونه وکړه له استادانو او د پوهنځي له مسؤلینو سره یې ناستې هم وکړې.
د لیدنې په ترڅ کې د تضمین کیفیت کمېټې مسؤل استاد پوهنیار فضل الرحمن سرفراز د شرعیاتو پوهنځي رول د یو ژمن او باخبره نسل په روزنه کې خورا مهم وباله.
په دغه ناسته کې د شرعیاتو پوهنځي رئیس ډاکټر احمد ادریس حبیبي د دې بهیر هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا کار د تدریسي کیفیت د لوړوالي په لور یو مثبت ګام دی.
 نوموړي زیاته کړه چې له تضمین کیفیت ټیم سره به بشپړه همکاري ولري او د وړاندې شوو لارښوونو د عملي کولو لپاره چمتو دي.
یاده دې وي چې دا بهیر د بامیان پوهنتون د تضمین کیفیت د سراسري پروسې په چوکاټ کې پیل شوی او ټاکل شوې ده چې راتلونکو ورځو کې به د پوهنتون نور پوهنځي هم وڅېړل شي.
بامیان پوهنتون هیله لري چې د دغه بهیر په دوام سره خپلې علمي او تعلیمي کچې د وخت له اړتیاوو او د ټولنې له تمو سره سم لوړ کړي او محصلینو ته د لوړ کیفیت لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.
بامیان پوهنتون
د نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۵:۳۲
Background image

د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي څخه د تضمین کیفیت ټیم لیدنه او لارښوونې!

سه‌شنبه ۱۴۴۷/۱/۱۹هـ ق
د بامیان پوهنتون د تضمین کیفیت ټیم د داخلي ارزونې او تدریس کیفیت د ښه‌والي پروګرامونو په لړ کې پرون د دغه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي نه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۵:۲۷
Background image

د بامیان پوهنتون د تعلیمي نصاب کمیټې غونډه ترسره شوه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۱۸هـ ق
د بامیان پوهنتون د تعلیمي نصاب د کمیټې غونډه د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال داکتر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د یاد معاونیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۲۱
Background image

په بامیان پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي مشورتي بورډ ناسته!

یکشنبه – ۱۴۴۷/۱/۱۷هـ ق
د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي مشورتي بورډ ناسته د پوهنتون د مرستیالانو، د پوهنځي رئیس او استادانو په ګډون د پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دغه ناسته. . .

BACK TO NEWS