بامیان پوهنتون کې د وترنري علومو پوهنځي محصلینو ته د هالنډ کمېټې (DCA)لخوا دوه ورځنى ورکشاپ داير شوو:

bu_admin
Bamyan

Event dates

Event dates -

نن يکشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۵هـ ق کال د بامیان پوهنتون زراعت پوهنځي د کنفرانسونو په تالار کې د وترنري علومو پوهنځي د څلورم او پنځم ټولګي همدارنګه د زراعت پوهنځي، حيوانى علومو څانګې څلورم ټولګي محصلینو ته د هالنډ کمېټې (DCA) لخوا د مسلک اړوند عملي زدکړو په موخه دوه ورځنى ورکشاپ داير شو.
په دغه ورکشاپ کې د هالنډ کمېټې(DCA) د مرکزي زون مسؤول ښاغلي ډاکټر محمد قاسم خوګياڼي وال، د باميان ولايتي څانګې مسؤول ښاغلي ډاکټر طاهري همدارنګه د وترنري علومو پوهنځي سرپرست ريس پوهنمل ډاکټر نصرت الله همت زى او د یادو پوهنځیو ګڼ شمېر استادانو ګډون درلود. 
غوڼده د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو آیتونو پيل شوه. ورپسې د وترنري علومو پوهنځي سرپرست ريس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له اړوند موسسې سره د ګډو همکاریو په تړاو محصلینو ته د نظري زدکړو ترڅنګ د عملي کارونو په ارزښت خبرې وکړې او د یادې موسسې د مسؤلینو څخه يې ددوی د همکاریو په خاطر مننه وکړه. دغه راز د DCA د مرکزي زون مسوول ښاغلي ډاکټر محمد قاسم خوګياڼي وال وينا ترسره کړه او محصلینو ته يې د مسلک اړوند عملي زدکړو په موخه اماده کړى پريزنټېشن ور کړ چې پکې د يو سومه حيواناتو اړوند د روزنې، امراضو، تداوى او وقايې په اړه په تيورى بڼه بحث وشو. هېره د نه وي چې سبا د دوشنبې ورځ به ددغې موسسې لخوا محصلین په عملي بڼه ساحې ته يوړل شي او په اړوند مسایلو به په عملي بڼه خپل کارونه مخکې يوسي !
د وترنري علومو پوهنځي فرهنګي کميټه

نورې پیښې

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۸
Background image

په بامیان پوهنتون کې د "ژباړې تخنیکونه او ستراتیژۍ" څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

نن چهارشنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان المبارک ۱۲مه نېټه د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د "ژباړې تخنیکونه او ستراتیژۍ" تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ چې ددې آمریت په تالار کې څو ورځې وړاندې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

په بامیان پوهنتون کې د علمي کنفرانس ترسره کېدل!

نن چهارشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د رجب میاشتې لومړۍ نېټه بامیان پوهنتون د څلور تنه استادانو د علمي کنفرانس کوربه وو.
دغه علمي کنفرانس چې د مسلکي پراختیا مرکز آمریت په مرسته د دغه آمریت د . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

په بامیان پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي لپاره علمي ورکشاپ جوړ شو!

نن دوشنبه، د ۱۴۴۶ هـ ق کال د جمادی الاخر ۲۸مه نېټه، د مسلکي پراختیا مرکز آمریت لخوا د علمي څېړنو او مجلې معاونیت په همکارۍ، د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي لپاره علمي ورکشاپ جوړ کړ.
ی . . .