د بامیان پوهنتون د تعلیمي نصاب کمیټې غونډه ترسره شوه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۱۸هـ ق
د بامیان پوهنتون د تعلیمي نصاب د کمیټې غونډه د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال داکتر احسانالحق نیازي په مشرۍ د یاد معاونیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د بامیان پوهنتون او غور د لوړو زده کړو مؤسسې د یو شمېر استادانو ژباړل شویو آثارو پروپوزلونه تر ارزونې او بحث لاندې ونیول شول.
د دغې ارزونې موخه د تدریسي کیفیت لوړول، د درسي پروګرامونو تطبیق، او د تعلیمي نصاب د محتوا ښهوالی یاد شو.
د پوهنتون مسؤولینو هیله وښوده چې د دغو ارزونو پایلې به د تدریس په بهیر کې د مثبت بدلون او د علمي ظرفیت د لوړوالي لامل شي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت