د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال د ځینو پوهنځیو استادانو سره ناسته ترسره کړه!

نن چهارشنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق د ذوالحجې میاشتې ۲۲مه نېټه د بامیان پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسانالحق نیازي په مشرۍ د ځینو پوهنځیو له استادانو سره یوه علمي او مشورتي ناسته تر سره شوه.
په دې ناسته کې د علمي او اسلامي مفاهیمو د ترویج اړوند موضوعات وڅېړل شول.
په پیل کې پوهنوال ډاکټر نیازی د نبوي سنت پر بنسټ د سیرت او صورت غوره کول او پر بصیرت د بلنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «د بصیرت پر بنسټ بلنه د علمي او دیني رسالتونو د وړاندې کولو یو اساسي اصل دی.»
همدارنګه په دې غونډه کې د ثالث عمر رحمه الله د کتاب د پوښتنو ترتیب موضوع هم تر بحث لاندې ونیول شوه.
د ناستې په پای کې ګډونوالو استادانو خپلې نظریې او وړاندیزونه د بامیان پوهنتون د علمي او معنوي پرمختګ په موخه وړاندې کړل او د پوهنتون له مشرتابه یې وغوښتل چې د دیني ارزښتونو پر بنسټ د علمي محتواوو د پراختیا لپاره مشخص پروګرامونه جوړ کړي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت