د بامیان پوهنتون علمي چارو نوي مرستیال د عمومي کتابتون او ځینو پوهنځیو څخه لیدنه وکړه

bu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Bamyan

نن شنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالحجې میاشتې ۴مه نېټه د بامیان پوهنتون علمي چارو نوي مرستیال پوهنوال مفتی احسان‌الحق نیازي د خپلې دندې له پیل وروسته د پوهنتون اړوندو برخو له نږدې ارزونه پیل کړه.
 نوموړي د اقتصاد او ځمک‌پیژندنې پوهنځیو تر څنګ د پوهنتون له عمومي کتابتون څخه هم لیدنه وکړه.
د دې لیدنو پر مهال ښاغلي نیازی د یادو پوهنځیو له استادانو اداري کارکوونکو او محصلینو سره جلا جلا ناستې ترسره کړې او د تعلیمي بهیر اداري نظم درسي منابعو او موجوده ستونزو په اړه لازم معلومات واخیستل او د بهتریا لپاره یې مشخصې سپارښتنې وکړې.
په کتابتون کې د لیدنې پر مهال د کتابونو تنظیم د مطالعې چاپېریال او د نوو علمي منابعو د اړتیاوو په برخه کې د محصلینو نظرونه واورېدل شول. 
ښاغلي نیازي وویل: "د بامیان پوهنتون د علمي کیفیت لوړتیا زموږ لومړیتوب دی هڅه کوو چې د محصلینو او استادانو لپاره یو منظم معیاري او متحرک علمي چاپېریال برابر کړو."
یادې لیدنې د پوهنتون د رهبرۍ ژمنتیا ښيي چې غواړي د تدریسي اداري او خدماتي چارو پیاوړتیا ته جدي پاملرنه وکړي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

په بامیان پوهنتون کې د علمي کنفرانس جوړېدل!

چهارشنبه ۱۴۴۷/۱/۶هـ ق
 د بامیان پوهنتون او دایکندي د لوړو زده‌کړو مؤسسې د یو شمېر استادانو له خوا د بامیان پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ په یاد پوهنتون کې علمي کنفرانس ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۱۸
Background image

لینک های صفحات اجتماعی پوهنتون بامیان!

فیسبوک:
https://www.facebook.com/share/1AHtNSyWqc/
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تویتر:
 https://x.com/Bmyn_university?t=IRrxNBcHHsiggpO4xp8UUQ&s=08
ــــــــــــــــــــــ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د بامیان پوهنتون د داخلي تفتیش کمېټې غونډه ترسره شوه!

سه‌شنبه ۱۴۴۷/۱/۵هـ ق
د بامیان پوهنتون د داخلي تفتیش کمېټې کلنۍ غونډه د بامیان پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونیت په تالار کې ترسره شوه.
په دې. . .

BACK TO NEWS