عبدالجلیل حکیمي د بامیان پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي رئیس وټاکل شو.

سه شنبه ۱۴۴۶/۱۲/۲۱هـ ق
په بامیان پوهنتون کې د طبیعي علومو پوهنځي نوي رئیس ښاغلی عبدالجلیل حکیمي د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې رسماً خپله دنده پیل کړه. ښاغلی حکیمي چې تر دې وړاندې ددغه پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال پاتې شوی د پوهنوال بنیاد علي معین پر ځای وټاکل شو.
د معرفت غونډې پر مهال د بامیان پوهنتون عمومی رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني ښاغلي حکیمي ته د نوې دندې په مناسبت مبارکي وویله او د نوموړي د وړتیا تجربې پوهنتون ته د ژمنتیا ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د طبیعی علومو پوهنځی به د نوموړي تر رهبرۍ لاندې لا پراختیا ومومي.
ښاغلي حکیمي هم د پوهنتون له مشرتابه څخه مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د پوهنځي د علمي او اداري پرمختګ لپاره به له خپلې بشپړې تجربې او هڅو کار واخلي.
دغه راز د طبیعي علومو د پخواني رئیس پوهنوال بنیاد علی معین له علمي اداري او مشورتي خدمتونو قدرداني وشوه.
هېره دې نه وي چې ښاغلي معین د خپلې رهبرۍ په موده کې د طبیعی علومو پوهنځي په بنسټیز جوړښت تدریسي بهیر او علمي معیارونو کې مهم بدلونونه راوستي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت