له بامیان پوهنتون څخه د هلمند پوهنتون اداري کارکوونکو لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۱۱هـ ق
د هلمند پوهنتون یو شمېر اداري کارکوونکو د بامیان پوهنتون له اداري همکارانو سره په یوه ناسته کې ولیدل او د تجربو تبادله یې وکړه.
یاده ناسته د دواړو بنسټونو ترمنځ د اداري همکاریو د پیاوړتیا او نظریاتو د شریکولو په موخه جوړه شوې وه.
همدارنګه د هلمند پوهنتون پلاوي د بامیان پوهنتون له مشرتابه سره هم لیدنه وکړه او د همکاریو د پراخولو په اړه خبرې او نظریات تبادله شول.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت