په بامیان پوهنتون کې د تضمین کیفیت کمیټې ناسته!

bu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۳:۱۱
Bamyan

نن چهارشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ذوالحجه میاشتې ۲۲ مه نیټه
د بامیان پوهنتون د تضمین کیفیت کمیټه د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور احسان الحق نیازي او تضمین کیفیت کمیټې د غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې موخه یې د تضمین کیفیت آمریت د فعالیتونو ارزونه او د ننګونو او لاسته راوړنو څېړل وو د تضمین کیفیت معیارونو کې د تازه بدلونونو او نوي جوړښتونو په اړه مهم ټکي مطرح شول او بحث پرې وشو.
د کمېټې غړو د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ د نوو پرېکړو په اړه هم مفصلې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې بامیان پوهنتون باید خپلې هلې ځلې د دې پرېکړو په عملي کولو کې زیاتې کړي.
د ناستې په پای کې د  تضمین کیفیت آمریت د فعالیت د ښه والي او د وزارت د پروګرامونو سره د همغږۍ د لوړولو لپاره مشخصې لارې چارې وړاندې شوې.
د پوهنتون د علمي چارو مرستیال په پوهنتون کې د  تضمین کیفیت رول او اهمیت ته په اشارې د کمیټې د غړو د هڅو ستاینه وکړه او د دې ډول ناستو د دوام ټینګار یې وکړ.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

په بامیان پوهنتون کې د علمي کنفرانس جوړېدل!

چهارشنبه ۱۴۴۷/۱/۶هـ ق
 د بامیان پوهنتون او دایکندي د لوړو زده‌کړو مؤسسې د یو شمېر استادانو له خوا د بامیان پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ په یاد پوهنتون کې علمي کنفرانس ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۱۸
Background image

لینک های صفحات اجتماعی پوهنتون بامیان!

فیسبوک:
https://www.facebook.com/share/1AHtNSyWqc/
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تویتر:
 https://x.com/Bmyn_university?t=IRrxNBcHHsiggpO4xp8UUQ&s=08
ــــــــــــــــــــــ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د بامیان پوهنتون د داخلي تفتیش کمېټې غونډه ترسره شوه!

سه‌شنبه ۱۴۴۷/۱/۵هـ ق
د بامیان پوهنتون د داخلي تفتیش کمېټې کلنۍ غونډه د بامیان پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونیت په تالار کې ترسره شوه.
په دې. . .

BACK TO NEWS