په بامیان پوهنتون کې د عالیه او عالمیۀ مرحلې شپږ ورځنۍ ازموینې پیل شوې!

bu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۳:۳۹
Bamyan

نن، د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رجب المرجب ۱۱مه، چې د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د جدې ۲۲مې نېټې سره برابره ده، د لوړو زده کړو وزارت د لایحې مطابق، د خصوصي او جهادي مدارسو د عالیه او عالمیۀ دورې ازموینې په ټول هیواد کې پیل شوې.
په بامیان پوهنتون کې د ازموینو د پرانیستې په مراسمو کې، ددغه پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني وویل چې دا ازموینې د دیني زده کړو د پرمختګ لپاره مهمې دي او د علمي کچې لوړولو په لور یوه لویه هڅه ده. د بامیان والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي هم د ازموینو پیل ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې دغه ازموینې د دیني زده کړو د پیاوړتیا لپاره اړینې دي او د دې پروسې د شفافیت ټینګار یې وکړ.
مسئولینو وویل چې ټول لازم تدابیر نیول شوي دي او ددغه پروسې د شفافیت ډاډ یې ورکړ.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

له بامیان پوهنتون څخه د هلمند پوهنتون اداري کارکوونکو لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۱۱هـ ق
د هلمند پوهنتون یو شمېر اداري کارکوونکو د بامیان پوهنتون له اداري همکارانو سره په یوه ناسته کې ولیدل او د تجربو تبادله یې وکړه.
یاده ناسته د دواړو بنسټونو ترمنځ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۴۹
Background image

د باميانو پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ ش کال د پسرلني سمستر د وروستیو ازموینو پیل!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۹ هـ ق
د ۱۴۰۴ هـ ش کال د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې د لوړو زده کړو وزارت د لایحې پر بنسټ په رسمي ډول باميان پوهنتون کې پیل شوې.
ازموینې په ټولو پوهنځیو کې په هم‌مهاله ډول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

په بامیان پوهنتون کې د علمي کنفرانس جوړېدل!

چهارشنبه ۱۴۴۷/۱/۶هـ ق
 د بامیان پوهنتون او دایکندي د لوړو زده‌کړو مؤسسې د یو شمېر استادانو له خوا د بامیان پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ په یاد پوهنتون کې علمي کنفرانس ترسره. . .

BACK TO NEWS