۲۵ تنه افغان محصلين د برلين له تخنيکي پوهنتون څخه فارغ شول

bu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۱:۳۲
۲۵ تنه افغان محصلين د برلين له تخنيکي پوهنتون څخه فارغ شول

معلوماتي تکنالوژۍ د څېړونکو تر منځ واټن له منځه وړې او د تعليمي نظام د فکر او علم د تولید په برخه کې د يوه علمي انقلاب لامل شوې ده. دغه مطلب د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عباس بصير د برلين د تخنيکي پوهنتون د ماسټرۍ له پروګرام څخه د ۲۵ تنه افغان محصلینو د فراغت په جشنواره کې د ويډيو کنفرانس له لارې څرګند کړ.

په دې ويډيو کنفرانس کې د هېواد لومړۍ مېرمنې، په جرمني کې د افغانستان سفير، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کميسيون رييس نادر نادري، د افغانستان او پاکستان په چارو کې د جرمني استازي، د برلين تخنيکي پوهنتون مرستيال، د برلين تخنيکي پوهنتون استاد ډاکټر نذير پېروز او د ITCC رييس ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عباس بصير د برلين پوهنتون له مشرتابه او له جرمني هېواد څخه د مننې تر څنګ، له کمپيوټر ساينس پوهنځي څخه د ۲۵ تنو د فراغت مبارکي وويله او دا يې د افغانستان د تحصيلي بنسټونو پرمختګ او وده وبلله. نوموړي وويل چې له ۲۰۰۳ميلادي کال څخه تر اوسه ۱۲۵ تنه د ماسټرۍ او ۸تنه هم له دې پوهنتون څخه د دوکتورا په کچه فارغ شوي او ټولنې ته وړاندې شوي دي.

د لوړو زده کړو وزير همداراز د برلين پوهنتون له لوري د افغانستان په ځینو پوهنتونونو کې د معلوماتي تکنالوژۍ د يو شمېر مرکزونو جوړولو ته په اشارې سره زياته کړه چې تر اوسه له دې لارې هم ۳۰ زره استادانو او محصلينو زده کړې کړې دي چې د افغانستان د لوړو زده کړو له پاره بې بېلګې مرسته ده.

د لوړو زده کړو وزير وويل چې معلوماتي تکنالوژي نن ورځ په ټولنيز او تعليمي ژوند کې مهم رول ترسره کوي او علمي بنسټونه له نوو فنونو څخه په کار اخيستنې کولای شي په دې برخه کې په پراخه علمي او ټولنيزو همکاريو سره نوې لارې ومومي.

نوموړي زياته کړه، د لوړو زده کړو وزارت هغې اړتيا ته په پام سره چې احساس يې کېږي په پوهنتونونو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ ترويج کېدو ته ډېره اړتيا ده او د کرونا ناروغۍ د ويروس خپرېدل هم د دې لامل شوي چې په دې برخه پر نوو اقداماتو لاس پورې شي او د افغان اېکس او افغان ايډيکس (HELMS) د زده کړو د تنظيم له پاره جوړ کړي.

ډاکټر عباس بصير د برلين پوهنتون مرستو ته په اشارې سره چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې يې کړې وې څرګنده کړه چې افغانستان د ولسمشر په مشرۍ د دولتي سیستم او زده کړو د نظام د ډېجېټل کولو د تياري په حال کې دی او د دې سیستم د بنسټيز کولو له پاره د برلين پوهنتون مرستې ته اړتيا لرو.

همداراز په دې پروګرام کې، د هېواد لومړۍ مېرمنې له جرمني هېواد څخه د مننې تر څنګ وويل چې جرمني د افغانستان د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې زموږ د نوي نسل له پاره مهم رول لوبولی دی او د افغانستان د علمي بنسټونو د ودې له پاره يې اسانتيا برابره کړې ده. لومړۍ مېرمنې زياته کړه چې د دې کادرونو له علم څخه د کار اخيستو له پاره به وړ کاري موکې برابرې کړي.

همداراز په برلين کې د افغانستان سفير يما ياري، د افغانستان او پاکستان په چارو کې د جرمني استازي مارکاوس تزل، د برلين تخنيکي پوهنتون مرستيال او دوو تنو فارغانو هم په دې اړه خبرې وکړې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په څانګه کې يې د علمي کادرونو په روزنه ټينګار وکړ

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۱:۲۱
Background image

د بامیان پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه!

نن چهارشنبه، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رجب المرجب میاشتې پینځلسمه نېټه، د بامیان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۸
Background image

په بامیان پوهنتون کې د تقرر او انفکاک غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رجب المرجب د میاشتې ۱۲مه نېټه، د بامیان پوهنتون د تقرر او انفکاک غونډه د پوهنتون د علمي چارو مرستیال، پوهنمل محمد عثمان څولیزي تر مشرۍ لاندې د علمي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۳:۴۲
Background image

د بامیان پوهنتون د اداري کارکوونکو لپاره د ښوونیز ورکشاپ پیل!

نن یکشنبه، د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رجب المرجب د میاشتې ۱۱مه نېټه، څلور ورځنی ورکشاپ "د وینډوز اړین او پرمختللي تخنیکونه، په پرینټر کار کول او د انټرنیټ سمه استفاده" تر عنوان لاندې. . .

BACK TO NEWS