د طبیعي علومو پوهنځي په اړه لنډ معلومات

د طبیعي علومو د پوهنځي تاسیس:

په بامیان پوهنتون کې د ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي څانګې په کال ۱۳۸۲هـ ل کې د لوړو زده کړو وزارت لخوا د ښوونې او روزنې په چوکاټ کې منظور شوې، چې په کال ۱۳۹۳هـ ل کې یادې څانګې له نوموړي پوهنځي څخه جلا او د طبیعي علومو پوهنځي په چوکاټ کې په فعالیت پیل وکړ.

لیدلوری Vision

د ښوونیز کیفیت لوړول، د څېړنو لپاره د سالمې فضا رامنځته کول، د سکتور، معارف او ملي فرهنګ قوي کول، د سیمې هیوادونو د کار بازار ته د جامعې د غوښتنو مطابق رسېدل.

ماموریت Mission

د طبیعي علومو پوهنځی په خپل ماموریت کې مسؤلیت لري ترڅو متعهد، مسلکي، متخصص کسان د طبیعي علومو په برخه کې د محاسبې، ساینس مرکز او نورو برخو کې چې ددې پوهنځي سره ارتباط لري د لیسانس په کچه وروزي.

د طبیعي علومو پوهنځي د رامنځته کېدو موخې:

  • د تدریس، څېړنې، بورسونو، او کورسونو پواسطه د استادانو، اداري کارکوونکو، او د علمي کادرونو  د زده کړیزې سطحې پراختیا.
  • د اوسني عصر د غوښتنې مطابق د باتجربه فارغانو د ظرفیت ارتقاء د مربوطه پوهنځیو، مسلکي پراختیا مرکزونو او مکتبونو لپاره.
  • د هیواد په پرمختګ کې فعال حضور درلودل، او د هیواد دغوښتنو مطابق څېړنیز او علمي چاپېریال برابرول.
  • د اوسني عصر مطابق د تدریس معیاري او قبول شوي سیستم برابرول.
  • د مناسب ښوونیز چاپیریال برابرول او د هیواد په سطحه د رهبري، تحصیلي او محاسبه یي خدمت لپاره د مسلکي او متخصصو اشخاصو وړاندې کول.

اوږد مهاله موخې

  1. په تحصیلي چاپیریال کې د کمي او کیفي سطحو لوړول په ملي او نړیواله کچه.
  2. د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د پروګرامونو تطبیق په مکمل ډول.
  3. په اسلامي او اکادمیک نړیوالو معیارونو د ځوان نسل روزنه.
  4. په اسلامي او نړیوال معیار د تحصیلي پروګرامونو جوړول.
  5. د علمي او اسلامي ګټور تحصیل، څېړنو او نورو فعالیتونو لپاره د هوسا او سالمې فضا رامنځته کول.
  6. د تحصیلي، مسلکي، علمي او ښوونیزو نهادونو سره مرسته او همغږۍ رامنځته کول.

فعالې څانګې

  • ریاضي
  • فزیک
  • کیمیا
  • بیولوژي

د کیمیا څانګې په اړه لنډ معلومات

د کیمیا څانګه د بامیان پوهنتون یو له خورا تجربه لرونکو تخصصي څانګو څخه ده. په ۲۰۰۳م کال کې د بامیان پوهنتون د بیا تاسیس سره، دا څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې ځای پر ځای شوه. په ۲۰۰۹ م کال کې یې د خدمت په دوره کې د فارغانو لومړۍ ډله ټولنې ته وړاندې کړه. له ۲۰۱۴ م کال راهیسې، د د کیمیا څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي څخه جلا او په طبیعي علومو پوهنځي کې مشتمله شوې ده. د کیمیا څانګې تر اوسه پورې په ۱۴ اکاډمیکو دورو کې (۵۱۵) تنه فارغان د لیسانس په کچه ټولنې ته وړاندې کړي دي. د دې څانګې په اکاډمیک کارمندانو کې ۶تنه استادان شامل دي، چې ځینې یې له هند، ایران او ترکیې څخه د ماسټرۍ سندونه لري. د دې استادانو څخه یو د پوهاند، یو د پوهنوال، یو د پوهندوی، یو د پوهنمل، او دوه نور د پوهنیار اکاډمیکې رتبې لري. د کیمیا څانګه د بامیان پوهنتون یو له مهمو او فعالو څانګو څخه ده. دا څانګه یو لابراتوار او کتابتون هم لري، چې د تجربه لرونکو او ژمنو استادانو په مرسته د محصلینو په خدمت کې دي. د کیمیا څانګې غړي تل د علمي څېړنو په برخه کې فعال دي، او تر اوسه پورې یې په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې له ۵۰ څخه زیاتې څېړنیزې مقالې خپرې کړې دي. د کیمیا څانګې استادانو ارزښتناکه علمي اثار (لیکلي، ژباړلي او څېړلي) د تدریسي موادو په توګه یې محصلینو او د کیمیا مینه والو ته په واک کې ورکړي دي.

د بیولوژي څانګې په اړه لنډ معلومات

د بیولوژي څانګه د بامیان پوهنتون یو له پخوانیو تخصصي څانګو څخه ده. په ۲۰۰۳ م کال کې د بامیان پوهنتون د بیا تاسیس سره، دا څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې ځای پر ځای شوه. په ۲۰۰۹م کال کې یې د خدمت په دوره کې د فارغانو لومړۍ ډله ټولنې ته وړاندې کړه. له ۲۰۱۴ م کال راهیسې د بیولوژي څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي څخه جلا او د طبیعي علومو په چوکاټ کې دننه شوه. د بیولوژي څانګې په خپلو ۱۴ اکاډمیک کلونو کې ټولنې ته ډېر فارغان ورکړي دي. د دې څانګې په اکاډمیک کارمندانو کې ۳تنه استادان شامل دي، چې د افغانستان، ایران او چین څخه د ماسټرۍ سندونه لري. د دې استادانو په منځ کې یو د پوهندوی، یو د پوهنمل او بل یې د پوهنیار علمي رتبې لري. د بیولوژي څانګه د بامیان پوهنتون یو له مهمو او فعالو څانګو څخه ده. دا څانګه یو لابراتوار او کتابتون هم لري چې د تجربه لرونکو او ژمنو استادانو په مرسته د محصلینو په خدمت کې دي. د بیولوژي څانګې غړي تل د علمي څېړنو په برخه کې فعال وو او په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې یې ګڼ شمېر څېړنیزې او عملي مقالې خپرې کړې دي. د بیولوژي څانګې استادانو ارزښتناکه علمي اثار د تدریس موادو په توګه لیکلي او محصلینو ته یې په واک کې ورکړي دي.

د ریاضی څانګه معرفي کول:

د ریاضي څانګه د بامیان پوهنتون له پخوانیو څانګو څخه ده چې په ۱۳۸۲هـ  ل کال کې د لوړو زده کړو وزارت لخوا د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې رسماً پیل شوه. وروسته په ۱۳۹۳هـ ل کال کې لدې پوهنځي څخه جلا او په طبیعي علومو پوهنځي پورې وصل شوه. د ریاضي څانګه د خپل تاسیس راهیسې ۱۴ دورې فارغان ورکړي. د دې څانګې په کارکوونکو کې ۷ تنه استادان دي. د دې استادانو څخه۶تنه یې د ماسټرۍ سندونه او یو یې دوکتورا لري. د دوی له ډلې څخه یو یې د پوهنوال، یو د پوهندوی، دری تنه د پوهنمل او دوه تنه یې د پوهنیار علمي رتبې لري.

دفزیک څانګې معرفي کول

د فزیک څانګه د طبیعی علومو د پوهنځی یو له هغو څانګو څخه دی چی په ۱۳۸۲هـ ل کال کی د بامیان ولایت د علم دوسته خلکو د غوښتنو او اړتیا سره سم د ښوونی او روزنی پوهنځی په چوکاټ کی تاسیس شو. علمي او فرهنګي بنسټونه یې جذب کړل او خپل فعالیت یې پیل کړ. چې د ښوونې او روزنې په چوکاټ کې له اوو کلونو تېرولو وروسته په ۱۳۹۳هـ ل کال کې دغه څانګه د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه جلا او د طبیعي علومو پوهنځي په چوکاټ کې اضافه شوه. دا څانګه د خپلو محصلینو د نهه دورو د فراغت شاهده ده، چې فارغ محصلین یې په ټولو دولتي ادارو کې د اکاډمیک کارمندانو څخه نیولې د ښوونځیو تر استادانو پورې کار کوي.
د فزیک څانګه ۵ استادان لري چې۳تنه یې له هند او ایران څخه د ماسټرۍ سندونه لري، او ۲ تنه یې په ایران کې د دوکتورا په لټه کې دي. د دې استادانو څخه، دوه یې پوهنوال، یو یې پوهندوی او دوه یې پوهنمل علمي رتبې لري.