د بامیان پوهنتون د والیبال سیالیو کې د ټولنیزو علومو پوهنځي بیا قهرماني وګټله

نن سه شنبه د ۱۴۴۶/۱۱/۲۹هـ ق نېټه د بامیان پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بامیان ولایت د بدني روزنې آمریت په تالار کې د ټولنیزو علومو پوهنځي په قهرمانۍ پای ته ورسیدې.
په پایلوبه کې د ټولنیزو علومو پوهنځي ټیم د یوې شانداره لوبې سره وتوانېد چې د کرنې پوهنځي ټیم ته ماتې ورکړي او لومړی مقام خپل کړي.
یادې سیالۍ د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو له اته ټیمونو او د اداري کارکوونکو د یوه ټیم ترمنځ د بامیان ولایت د بدني روزنې آمریت په همکارۍ په لاره اچول شوې وې.
پایلوبې ته د بامیان پوهنتون د مالي او اداري او محصلانو چارو مرستیالان هم راغلي وو دوی په لیوالتیا سره د خپلو خوښې ټیمونو ته تشویق کاوه.
د بدني روزنې آمریت په تالار کې د دغو سیالیو ترسره کېدل محصلینو ته یو خوشحاله هیجاني او سالم چاپېریال برابر کړ او د ځوانانو ترمنځ یې د ورزش فرهنګ په پراخولو کې مهم رول ولوباوه.
د یادونې وړ ده چې د ټولنیزو علومو پوهنځي تیر کال هم ددغو سیالیو اتلولي خپله کړې وه.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت