په بامیان پوهنتون کې د تقرر او انفکاک غونډه ترسره شوه!

bu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۳:۱۶
Bamyan

نن پنجشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ذوالحجې میاشتې ۲۳مه نېټه د بامیان پوهنتون د تقرر، ترفیع او انفکاک غونډه د علمي چارو د معاونیت په تالار کې ترسره شوه.
یاده غونډه د بامیانو پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د علمي کادر غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د اړوندو اسنادو او وړاندیزونو ارزونه وشوه او پرې لازمې پرېکړې وشوې.
 د علمي چارو مرستیال په خپلو خبرو کې د تقرر، ترفیع او انفکاک په پروسه کې د شفافیت او د لوړو زده‌کړو وزارت د مقررو اصولو د مراعتولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
دا ډول غونډې د بامیانو پوهنتون د اداري چارو د شفافیت او نظم د تأمین یوه منظمه پروسه ګڼل کېږي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

په بامیان پوهنتون کې د علمي کنفرانس جوړېدل!

چهارشنبه ۱۴۴۷/۱/۶هـ ق
 د بامیان پوهنتون او دایکندي د لوړو زده‌کړو مؤسسې د یو شمېر استادانو له خوا د بامیان پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ په یاد پوهنتون کې علمي کنفرانس ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۱۸
Background image

لینک های صفحات اجتماعی پوهنتون بامیان!

فیسبوک:
https://www.facebook.com/share/1AHtNSyWqc/
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تویتر:
 https://x.com/Bmyn_university?t=IRrxNBcHHsiggpO4xp8UUQ&s=08
ــــــــــــــــــــــ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د بامیان پوهنتون د داخلي تفتیش کمېټې غونډه ترسره شوه!

سه‌شنبه ۱۴۴۷/۱/۵هـ ق
د بامیان پوهنتون د داخلي تفتیش کمېټې کلنۍ غونډه د بامیان پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونیت په تالار کې ترسره شوه.
په دې. . .

BACK TO NEWS