په بامیان پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي مشورتي بورډ ناسته!

bu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۲۱
111

یکشنبه – ۱۴۴۷/۱/۱۷هـ ق
د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي مشورتي بورډ ناسته د پوهنتون د مرستیالانو، د پوهنځي رئیس او استادانو په ګډون د پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د پوهنځي د بېلابېلو کمېټو د کړنو راپورونه وړاندې شول او د علمي فعالیتونو د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وشو.
همداراز د استادانو د تدریسي تګلارې د تنظیم او پلي کېدو، او د علمي او تحقیقي سیمینارونو د جوړولو لپاره د پلان جوړونې په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
د غونډې یو بل مهم بحث د پوهنتون د عمومي کتابتون او د شرعیاتو پوهنځي د ځانګړي کتابتون د کتابونو کتنه وه، چې په ترڅ کې یې علمي اړتیاوې او نوې سرچینې وارزول شوې.
یاده ناسته د وړاندیزونو په راټولولو او د علمي او ښوونیزو برنامو د کیفیت د لا ښه والي پر ټینګار سره پای ته ورسېده.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۲۱
Background image

په بامیان پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي مشورتي بورډ ناسته!

یکشنبه – ۱۴۴۷/۱/۱۷هـ ق
د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي مشورتي بورډ ناسته د پوهنتون د مرستیالانو، د پوهنځي رئیس او استادانو په ګډون د پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دغه ناسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د اداري کارکوونکو لپاره د مدیریتي روزنیز سمینار جوړېدل!

یک‌شنبه ۱۴۴۷/۱/۱۷ هـ.ق
درې ورځنی روزنیز سمینار د "مدیریتي روزنې" تر عنوان لاندې د بامیان پوهنتون د مسلکي پرمختیا آمریت په نوښت د یادې ادارې د غونډو په تالار کې پیل شو.
دغه روزنیز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

له بامیان پوهنتون څخه د هلمند پوهنتون اداري کارکوونکو لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۱۱هـ ق
د هلمند پوهنتون یو شمېر اداري کارکوونکو د بامیان پوهنتون له اداري همکارانو سره په یوه ناسته کې ولیدل او د تجربو تبادله یې وکړه.
یاده ناسته د دواړو بنسټونو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS