د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی تاریخچه

د احمد ادریس (حبیبي) پېژندنه:

احمد ادریس (حبیبي) د انجینر هزارګل (حبیبي) زوی چې په (۱۳۷۵) هـ ل کال کې د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د ګربت باغک په کلي کې زیږېدلی.

لومړنۍ زده کړې یې د باغک په لېسه او د جمال الدین په دارالحفاظ کې، او نور درسونه یې په أحسن العلوم مدرسه کې سرته رسولي دي.

په (۱۳۹۴) هـ ل  کال کې له سیدجمال الدین افغان پوهنتون څخه اول نمره او د ممتاز په درجه فارغ شوی دی.

په (۱۳۹۶) هـ ل کال په کابل کې دسلام پوهنتون د ماسترۍپروګرام د تفسیر او حدیث له څانګې څخه د ممتاز په درجه فارغ شوی دی.

په ( ۱۴۰۰ هـ ل) کال کې یې د اسلام آباد په نړیوال پوهنتون کې د دکتورا ( PHD ) درسونه تکمیل کړي دي او د دکتورا د مرحلې د تیزس په لیکنه باندې مصروف دی .

زیات تدریسي خدمات یې هم ترسره کړي دي، د هغې له جملې په (۱۳۹۵) ل کال کې په حدیقة القرآن خصوصي مدرسه او انصار المؤمنین ښوونیز مرکز کې  د استادۍ خدمت ترسره کړی دی.

له (۱/۱/۱۳۹۶) څخه تر(۲۹/۱۲/۱۳۹۶) نېټې پورې په افغان پوهنتون کې د اسلامي تعلیماتو د آمر په حیث خدمت ترسره کړي دي.

له (۱/۱/۱۳۹۷)   څخه تر (۳۰/۵/۱۳۹۸)  نېټې پورې په سلطان محمود غزنوي خصوصي پوهنتون کې استاد پاتې شوی دی.

د (۱۳۹۸ ) ل کال د شپږمې میاشتې په پنځمه نېټه د امریکایي اشغالګرو له خوا بندې شوی دی.

 د درسي مرحلې د تکمیل څخه وروسته د ریاست الوزراء په حکم او د لوړو زده کړو په لزوم دید سره د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د رئیس په توګه مقرر شوی دی، چې تر اوسه د نوموړي پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځی د رئیس په حیث خدمت ترسره کوي.

په دریو ژبو ( پښتو ، دري او عربي ) روانې خبرې، لیکنې او ترجمه هم کولای شي ، له انگلیسي او اردو سره هم ابتدائي بلدتیا لري.

د کمپیوتر د ځېنو پروګرامونو او د نوې ټکنالوژۍ سره هم پوره بلدتیا لري

د فقهې  او قانون څانګې پيژندنه

د فقهې  او قانون څانګه د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې یو له مهمو او فعالو څانګو له ډلې څخه ګڼل کیږي، چې د دغه پوهنځي له رامنځته کېدو سره  هم مهماله په ۱۳۹۷ هـ ل کال د عقرب میاشتې په ۱۴ نېټه یې په علمي فعالیتونوپیل وکړ.

نوموړې څانګه  د مجربو علمي کادرونو په درلودلو سره مهمې زده کړیزې  او څېړنیزې موخې تعقیبوي، چې د هغوی په محور کې د اسلامي علومو زده کړه، د هیواد نافذه قوانین او حقوق شامل دي. د دغې څانګې اصلي موخه د اسلامي فقهې ،  عامه حقوق او د اسلامي قضایاوو په برخه کې د متخصصو، متعهدو او پوهو کادرونو روزل دي، چې وکولای شي د هیواد په حقوقي، عدلي او علمي جوړښتونو کې مفید رول ولوبوي.

په مشخص ډول د دغې څانګې ځینې مهمې موخې په لاندې ډول دي:

  • د قضايي او عدلي نهادونو په فعالیت کې د متخصصو کادرونو روزل، تر څو جزايي، مدني او تجارتي دوسیو ته رسیدګي وکړي.
  • د خلکو او دولت  فقهي اړتیاوو ته علمي ځواب ویل او د فقهي معتبرو نظریاتو ارایه کول.
  • د قانوني حاکمیت په تقویت کې کارنده ګډون او اسلامي حکومتولي ترویج او رواجول.
  • د ټولنې مختلفو ورځنیو ضرورتونو سره په همغږۍ فقهي او حقوقي حل لارې ارایه کول.
  • د فقهې  او قانون په حوزه کې نوو واقع شویو پوښتنو، اړتیاوو او ستونزو ته علمي ځواب ویل.
  • د وخت او مکان په نظر کې نیولو سره فقهي او حقوقي بحثونه په نوې طریقه وړاندې کول.

د فقهې  او قانون څانګې له تاسیس څخه تر اوسه څلور دورې فارغان لري، چې په ټوله کې ۷۵ تنه محصلین د هیواد په اداري او علمي برخه کې ټولنې ته وړاندې کړي دي،  په دغه څانګه کې له دیني مدرسو او رسمي ښوونځیو څخه فارغان جذبیږي.

د دغې څانګې روزل شوي کادرونه تر اوسه د هیواد په عدلي، قضايي او معارف برخه کې د اسلامي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره په خدمت بوخت دي او د پوهنځي د موخو د سرته رسولو او همدارنګه د هیواد په ملي او ټولنیزو برخو کې مهم رول لوبولی دی.

 

د فقه او قانون د څانګې لید (Vision):
د دې لپاره چې په ملي او سیمه‌ییزه کچه یو برجسته علمي، حقوقي او فقهي مقام ترلاسه شي، د اسلامي فقې او موضوعي قوانینو د زده کړو پراختیا له لارې، د دیني لارښوونو، نوښتګر تدریس او څېړنې مېتودونو په تکیه، ترڅو یو پوه، قانون‌پال او د اسلامي ارزښتونو سره ژمنه ټولنه رامنځته شي.

د فقه او قانون د څانګې ماموریت (Mission):
په اسلامي فقه، حقوق او قانون کې متخصص، پوه او ژمن کارکوونکي تر روزلو وروسته ټولنې ته وړاندې کړي، چې د ټولنې حقوقي او فقهي اړتیاوو ته ځواب ویلی شي، د عملي او نظري زده کړو او د محصلینو علمي ظرفیتونو د لوړولو له لارې، د اسلامي علمي او اخلاقي معیارونو سره سم.

د استادانو لنډه پيژندنه

۱ – پوهنیار نورالله محمدي

پوهنیار نورالله محمدي د محمد رسول زوی چې د پروان ولایت په شیخ علي ولسوالۍ کې زیږېدلی دی، نوموړي ابتدايي او منځنۍ زده کړې حقانیه مدرسه کې سر ته رسولې دي او وروسته یې د لېسانس او ماسترۍ سند د کابل پوهنتون څخه د فقهې  او قانون په څانګه کې تر لاسه کړ، نوموړی اوس مهال د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقهې  او قانون په څانګه کې د آمر په توګه کار کوي.

۲ – پوهنمل محمد ابراهیم ذکي

پوهنمل محمد ابراهیم ذکي د محمد حسین زوی دی، چې د بامیان ولایت په مرکز کې زېږېدلی دی، نوموړي ابتدايي زده کړې له لومړي ټولګي څخه تر پنځم ټولګي پورې د بامیان مرکزي لېسه کې سرته رسولې دي او وروسته يې د نورو زده کړو په موخه ایران هیواد ته سفر کړی دی.

نوموړي د لېسانس سند د فقهې  او اسلامي فرهنګ په څانګه کې، د ماسترۍ سند یې د فقهې  او اسلامي معارف په څانګه کې او د دکتورا سند یې د اسلامي فقهې  په څانګه کې د جامعه المصطفی له پوهنتون څخه تر لاسه کړی دی، نوموړی د ۱۳۹۸ هـ لمریز کال څخه تر اوسه بامیان پوهنتون کې د فقهې  او قانون په څانګه کې د رسمي استاد په توګه په تدریس  او علمي فعالیتونو بوخت دی، همدارنګه نوموړي په یاده څانګه کې درې کاله د آمر په توګه خدمت تر سره کړی دی.

درسی مضمونونه

د فقهې  او قانون څانګه د لېسانس زده کړیزو برنامو په چوکاټ کې د اتو سمېسترونو په اوږدو کې مختلف مضمونونه محصلینو ته وړاندې کوي. د دغې څانګې تدریسي مضمونونه د فقهي او قانوني موضوعاتو څخه ترکیب شوي دي. چې د متعهدو، متخصصو او د اسلامي فقهې  او معاصرو حقوقو سره بلدو کادرونو د روزنې په موخه تنظیم شوي دي.

د فقه او قانون څانګې د اتو سمېسترو د مضامینو جدول

صنف اول سمستر اول دیپارتمنت فقه و قانون قبل

شماره

مضمون

صنف

تعداد کریدت ها

1

اللغة العربية (1) (الصرف)

 

2

2

مبادي حقوق

 

2

3

السيرة (فقه السیرة)

 

2

4

الحفظ والتجويد (نصف اخیر جزء)

 

2

5

فقه العبادات (1) (الصلاة والصيام)

 

2

6

تاريخ التشري

 

2

7

العقيدة (1) (الالهيات)

 

2

8

د افغانستان معاصر تاریخ

 

2

9

الحديث (1)

 

2

10

چاپیریال ساتنه( محیط زیست)

 

1

مجموعه

 

 

19

صنف اول سمستر دوم دیپارتمنت فقه و قانون

1

تاریخ اسلامي

 

2

2

اللغة العربية (2) (قواعد نحوية)

 

2

3

الحدیث (2)

 

2

4

فقه الأحوال الشخصية(1)

 

2

5

علوم القرآن

 

2

6

فقه العبادات(2)

 

3

7

علوم الحديٍث

 

2

8

المنطق القدیم

 

2

9

حقوق اساسی

 

2

10

العقیدة(2) (النبوات)

 

2

مجموعه

 

 

21

صنف دوم سمستر سوم دیپارتمنت فقه و قانون

1

إنجليزية(انگلسی)

 

2

2

المنطق الجديد

 

2

3

اللغة العربية (۳) (قواعد النحو)

 

2

4

فقه الأحوال الشخصية(۲)

 

2

5

حقوق العمل والتأمينات الاجتماعية

 

2

6

العقيدة (۳) (السمعيات)

 

2

7

أصول الفقه (1)

 

2

8

التفسير (1)

 

2

9

أحاديث الأحكام (1)

 

2

10

حقوق الإنسان في الإسلام

 

2

مجموعه

 

20

صنف دوم سمستر چهارم دیپارتمنت فقه و قانون

1

اللغة العربية (4) (البلاغة)

 

2

2

تحلیل و تخریج فقهی قانون اساسی

 

1

3

فقه المعاملات (1) (البيوع)

 

2

4

مبادئ الاقتصاد

 

2

5

أحاديث الأحكام (2) (المعاملات)

 

2

6

أصول الفقه (2)

 

2

7

مقارنة الأديان

 

2

8

اخلاق عدلی و قضائی

 

2

9

الفقه الجنائي (1) مقارنته بالقانون الجنائي العام

 

2

10

التفسير(2)

 

2

مجموعه

 

 

19

صنف سوم سمستر پنجم دیپارتمنت فقه و قانون

1

 

الفرق والمذاهب

 

 

2

2

أحاديث الأحكام (1) (سنن الترمذي)

 

3

3

فقه الجنايات (٢) (مقارنا بالقانون الجنائي الخاص)

 

2

4

أصول الفقه (٣) (كتاب الله والسنة)

 

2

5

علم الميراث (1)

 

2

6

تفسير آيات الأحكام (1) (أحكام القرآن للتهانوي)

 

3

7

فقه المعاملات (2) التوثيقات

 

2

8

النظريات الفقهية (الحق، الالتزام، الملكية)

 

2

9

الغزو الفكري

 

2

10

انتخابی

 

1

مجموعه

 

 

21

مضامین انتخابی

1

كريمینالوژي (جرم پېژندنه)

 

1

2

 

حقوق بین الملل عمومی

 

1

صنف سوم سمستر ششم دیپارتمنت فقه و قانون

1

تفسير آيات الأحكام (2) (روائع البيان)

 

3

2

أصول المحاكمات

 

2

3

النظام السياسي في الإسلام

 

2

4

أصول الفقه (4) (الإجماع والقياس)

 

2

5

أحاديث الأحكام (4) سنن أبي داود

 

3

6

علم الميراث(2)

 

2

7

فقه الشرکات

 

2

8

فقه المعاملات (3) (وسائل الإثبات)

 

2

9

انتخابی

 

1

محموعه

 

 

19

مضامین انتخابی

1

کریمینالیستیک

 

1

2

کلینیک فقهی

 

1

3

حقوق بین المللی خصوصی

 

1

صنف چهارم سمستر هفتم دیپارتمنت فقه و قانون

1

الحديث (۳) (صحيح المسلم منتخبات)

 

3

2

مناهج البحث العلمي

 

2

3

علم الكلام الجديد

 

2

4

أصول المحاكمات الجزائية

 

2

5

الحديث (المسند إمام أعظم)

 

2

6

النظام المالي والاقتصادي في الإسلام

 

2

7

أدب الاختلاف وأسبابه

 

2

8

النظام الإداري في الإسلام

 

2

9

فقه الدعوى

 

2

10

انتخابی

 

2

مجموعه

 

 

21

مضامین انتخابی

1

طب عدلی

 

2

2

کلینیک فقهی

 

2

3

حقوق بین الملل جزائی

 

2

صنف چهارم سمستر هشتم دیپارتمنت فقه و قانون

1

الحديث (4) (صحیح البخاری منتخبات)

 

3

2

مونوگراف

 

4

3

القواعد الکلية الفقهية

 

2

4

دور المسلمین في حضارة العالم( الفکر الإسلامي)

 

2

5

الإحسان و التزکیة( التصوف)

 

2

6

أصول الإفتاء

 

2

7

مقاصد الشريعة

 

2

8

نظام القضاء في الإسلام

 

2

9

الحديث (شرح معاني آلآثارمنتخبات)

 

2

مجموعه

 

 

21

د اسلامي تعلیماتو د څانګې پېژندنه

د اسلامي تعلیماتو څانګه د افغانستان د اسلامي ټولنې، په ځانګړي ډول د بامیان ولایت د خلکو د غوښتنې او همداراز د علمي، فرهنګي او ديني بنسټونو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره په ۱۳۸۹هـ ش کال کې د بامیان پوهنتون په چوکاټ کې تاسیس شوه.

په پیل کې د دې دیپارتمنت استادانو د بامیان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي او نورو پوهنځیو لپاره د اسلامي ثقافت مضامین تدریس کول، په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې نوموړي څانګې ته په لومړي ځل د کانکور له لارې  محصلین جذب شول، او په ۱۳۹۶هـ ش کال کې د شرعیاتو پوهنځي له تاسیس سره، دا دیپارتمنت یاد پوهنځي ته ورګډ شو..

په دې څانګه کې محصلین هم د دیني مدارسو له فارغانو او هم د رسمي ښوونځیو له فارغانو څخه جذبېږي.

نوموړي دیپارتمنت له خپل تاسیس څخه تر اوسه شپږ دورې فارغان ورکړي، او د دې څانګې روزل شوي کادرونه اوس د هېواد په بېلابېلو عدلي، قضايي او د معارف برخو کې د اسلامي ارزښتونو په رعایت سره د خدمت په حال کې دي، او د شرعیاتو پوهنځي د اهدافو، د هېواد د ملي او ټولنیز پرمختګ په لور، مهم او اغېزناک رول ترسره کوي.

موخې:

  • د علمي معیارونو پر بنسټ د علمي او تخصصي څېړنو لپاره د مناسب چاپېریال برابرول، او د استادانو او محصلینو ترمنځ د خلاقیت روحيې وده ورکول.
  • د دې څانګې د دندې اړوند یو تخصصي، اکادمیک او منل شوی نصاب برابرول.
  • د وړ، متخصصو او ژمنو کادرونو روزنه د هغو دندو لپاره چې دوی ورسره تړاو لري.
  • د اسلامي تعلیماتو څانګه ژمنه ده چې د دیني علومو د تدریس په برخو کې متخصص کادرونه وروزي، څو په ښونځیو، دارالعلومونو، دارالمعلمینو، پوهنتونونو، څارنوالیو، دولتي ادارو، دفاعي وکالت، او د جوماتونو ملا امامانو په توګه خدمت وکړي. دا څانګه د اسلامي امت د وحدت او د ټولنیز زغم پر اصل باور لري، په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره او د اسلام پر اساسي سرچینو یعنې قرآن کریم، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو، او د دیني علماوو لارښوونو باندې تکیه کوي.

لیدلوری (Vision):
باور او اندېشه د یو انسان او ملت برخلیک جوړوي. حرکت د اندېشې پر بنسټ، او له انسانانو او طبیعت سره چلند پر همدې بنسټ، د انسان ټول فعالیتونه جوړوي. د اسلامي تعلیماتو دیپارتمنت د اسلام د مقدس دین د هر اړخیزوالي، د افغانستان او د نړۍ د مسلمانانو د اړتیاوو او د افغانستان د مسلمان ملت د باور له مخې هڅه کوي چې د اسلامي او انساني باورونو پر اساس، متخصص او متعهد کادرونه ټولنې، په ځانګړي ډول د افغانستان ملت ته وړاندې کړي، ترڅو دوی وکولای شي په خپلو کاري برخو کې بریالي او کامیاب وي، او د خپل ولس او ګران هیواد افغانستان په خدمت کې و اوسي.

ماموریت (Mission):
دا دیپارتمنت دا ماموریت لري چې متعهد او متخصص کسان د قانون جوړونې، قضا، څارنوالۍ، محکمو، دفاع وکالت، د عامو او دیني مدارسو د دیني علومو ښوونکي، د عدلیې وزارت، د حج او اوقافو وزارت، د معارف وزارت، او نورو اړوندو برخو لپاره وروزي. هدف دا دی چې یادو بستونو ته د غیر مسلکي کسانو له تقرر څخه مخنیوی وشي، او د خلکو د خدمت لپاره زمینه برابره شي. ځکه چې په یادو برخو کې مسلکي کارکوونکي د خلکو د دولت پر لور جلبولو او د ملت د اعتماد لاسته راوړلو لپاره خورا ژور اغېز لري.

د اسلامي تعلیماتو د څانګې علمي کادر غړي

  • پوهنمل حبیب الله حق‌پرست

پوهنمل حبیب‌الله حق‌پرست د ملک محمد زوی د پروان ولایت د شینواري ولسوالۍ اوسېدونکی دی. په ۱۳۶۵ هـ.ش کال کې زېږېدلی. نوموړي د امام ابوحنیفه (رح) مدرسې له ۱۴ ټولګي څخه فارغ شوی، د لیسانس سند یې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د اسلامي علومو او فرهنګ له څانګې ترلاسه کړی دی. همدارنګه د قم پوهنتون (ایران) څخه یې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی. له ۱۳۹۲ هـ.ش کال راهیسې تر اوسه، نوموړی د بامیان پوهنتون د اسلامي تعلیماتو څانګې رسمي استاد او اوسنی آمر دی.

  • پوهنمل نصرت‌الله نصرت

پوهنمل نصرت‌الله نصرت د شیردل زوی د پروان ولایت په سرخ‌پارسا ولسوالۍ کې زیږېدلی. نوموړي خپلې لېسانس زده کړې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د اسلامي علومو او فرهنګ په څانګه کې ترسره کړي دي، او د ماسټرۍ سند یې د ننګرهار پوهنتون د تفسیر او حدیث له څانګې څخه ترلاسه کړی دی. ښاغلی نصرت له ۱۳۹۲ هـ ش کال څخه تر اوسه پورې د بامیان پوهنتون د اسلامي تعلیماتو په دیپارتمنت کې د رسمي استاد په توګه تدریس او علمي فعالیت کوي. نوموړی د تدریس تر څنګ د اسلامي تعلیماتو د دیپارتمنت آمر، د شرعیاتو پوهنځي مرستیال، او د استادانو د چارو آمر په توګه هم دندې ترسره کړي دي، او اوس مهال د بامیان پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال دی.

  • پوهنوال سید خلیل کوهي
    پوهنوال سید خلیل کوهي، د سید تقي زوی، د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړي د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ادبیاتو له څانګې لیسانس اخیستی او ماسټري یې د اصفهان پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده. له ۱۳۸۵ هـ.ش کال راهیسې تر اوسه د بامیان پوهنتون استاد دی. پنځه کاله د شرعیاتو پوهنځي رئیس، او درې کاله د اسلامي تعلیماتو د څانګې آمر پاتې شوی دی.

درسي  مضامین

د اسلامي تعلیماتو څانګه د لیسانس د څلور کلن پروګرام (۸ سمسترونه) په چوکاټ کې، زده‌کوونکو ته ګڼ درسي مضامین وړاندې کوي. دا مضامین د تفسیر، حدیث، فقه، اصول، عقیده، منطق، اقتصاد، ارث، تصوف، او اسلامي علومو له موضوعاتو څخه جوړ دي، چې موخه یې د متخصصو، متعهده او د اسلامي علومو سره آشنا کادرونو روزنه ده.

د اسلامي تعلیماتو د څانګې درسي نصاب (کریکولم)

شمیره

سمستر

مضامین

1

لمړی

الحفظ و التجوید، العقیدة )1)، الحدیث(1)، فقهالعبادات )1)، تاریخ التشریع، علوم الحدیث ، فقه السیرة،  مبادی حقوق، اللغة العربیة )1)، تاریخ معاصر افغانستان.

2

دوهم

العقيدة )2)، التفسیر (1)، الحديث )2)، فقه العبادا )2، علوم الحديث،(2)، علوم القرآن، اللغة العربية )2)، المنطق القديم، تاريخ اسلامي ، حقوق  اساسی.

3

دریم

العقيدة )3)، التفسير )2)، حدیث  )3)، فقه الأحوال الشخصية )1)، أصول الفقه)1(، المنطق الجدید،مقارنة الادیان ، اللغة العربية (3)،چاپیریال ساتنه ، الإنجليزية،

4

څلورم

التفسير )3)، الحدیث)4)       فقه الاحوال الشخصیة (2)، فقه المعاملات )1)، النظام السیاسی فی الاسلام )، أصول الفقه)2( الفرق والمذاهب ، مبادئ الاقتصاد، أخلاق قضائية وعدلية، اللغة العربية(4)

5

پڼځم

تفسير)4)،الحدیث (5) فقه المعاملات )2))النظریات الفقهیه ( الحق والالتزام والملکیة،( النظام المالی والاقتصادی فی الاسلام   النظام الاداری فی الا سلام )،علم الکلام الجدید )،  ،  اللغة العربیة. البلاغة (5)

انتخابی

6

شپږم

تفسير )5)، الحدیث  )6)، فقه( وسائل الاثبات فی الفقه والقانون( ، أصول الفقه (4) اصول التفسیر ، أصول التخریج ودراسة الاسانید ، اللغة العربیة (6)، دورالمسلمین فی حضارة العالم (الفکرالاسلامی) انتخابی .

7

اووم

التفسیر  )6 (الحدیث(7) )، فقه الجنایات ، علم المیراث ، القواعد الکلیة الفقهیة ، الدفاع عن السنة ، الغزوالفکری ، مناهج البحث العلمی ، الحدیث ( مسند امام اعظم )

8

اتم

ا لتفسیر (7)   الحديث )8) – صحيح البخاري،  اصول الدعوة وفن الخطابه  ، الحديثشرح معاني الآثار ، مقاصد الشريعة، أصول الإفتاء، الإحسان والتركية )التصوف(،علم الاجتماع ( مقدمه ابن خلدون ، مونوگراف.

د اسلامي ثقافت دیپارتمنت پېژندنه

اسلامي ثقافت دیپارتمنت د شرعیاتو پوهنځي له دریو فعالو دیپارتمنتونو څخه یو دی، چې تدریسي مضامین یې پوهنتون‌شموله حیثیت لري. د دې دیپارتمنت استادان د بامیان پوهنتون په ټولو پوهنځیو کې اسلامي ثقافتي مضامین تدریسوي. دا مضمون د اسلامي ارزښتونو د احترام، د دیني اصولو د درک او اسلامي پوهې د لوړولو لپاره د هېواد په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې په ټولو سمسترونو کې تدریسېږي.

لیدلوری (Vision)

د اسلامي ثقافت څانګه غواړي چې د يو مخکښ علمي او کلتوري مرکز په توګه، د اسلامي ارزښتونو د پراخېدو، اخلاق او معنويت د ترويج او د کلتوري او ديني هويت د پياوړتيا په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.

مأموريت (Mission)

د اسلامي ثقافت څانګې  ماموريت دا دی چې د معیاري تدریس، علمي څېړنو او کلتوري پروګرامونو له لارې داسې نسل وروزي چې پوه، مؤمن او متعهد وي، او د ټولنې د ديني او کلتوري پوهاوي د لوړولو لپاره فعاله ونډه واخلي.

د اسلامي ثقافت دیپارتمنت اهداف

  • د لوړو زده کړو د مختلفو څانګو محصلینو ته د اسلام د عمومي اصولو علمي او اکادمیک پېژندنه.
  • د اسلام د جهان‌بینۍ او له معاصرو علومو سره د هغې د اړیکو معرفي.
  • د داسې ځوانانو روزنه چې باخبر، ملتزم، او د اسلامي ثقافت ارزښتونو ته وفادار وي.
  • د متوازنو او متعهدو اسلامي کادرونو تربیه چې د افراط او تفریط پرته اسلامي اخلاقو  او پوهې ته عملي بڼه ورکړي.
  • د اسلامي موضوعاتو شرعي او عقلي توضیح او د هغې د حکمتونو بیان.
  • د محصلینو د اسلامي پوهې لوړول، څو د فردي او ټولنیزو چارو په پرمختګ کې مؤثر رول ولوبوي.
  • د علمي تحقیق، سالم اسلامي فکر، او انساني ارزښتونو پراخوالی.

د علمي کادر پېژندنه

دغه دیپارتمنت شاوخوا ۱۹ تنه استادان لري، چې زیاتره یې د "عالمیه دوره" بشپړه کړې د ماستري یا لیسانس سندونه لري او د شرعي علومو په تدریس کې تخصص لري. دا استادانو ډېری یې له دیني مدرسو او اسلامي پوهنتونونو فارغ شوي او د اسلامي تعلیماتو، حدیث، فقه، او تفسیر په برخو کې علمي سابقه لري.

 

ددغې څانګې علمي کادر غړي

۱- نوماند پوهنیار سمیع‌الله سعادت

سمیع‌الله سعادت د ذبیح‌الله زوی په ۱۳۶۷ هـ ش کال کې د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړي یې په خپل کلي کې پیل د ثانوي دورې زده کړې یې په جامع الانوار مدرسه (پنجشیر) کې بشپړې کړي. نوموړی له کابل پوهنتون څخه د اسلامي تعلیماتو له څانګې فارغ او د "دارالعلوم عمر بن خطاب" (قلعه لوګري، کابل) څخه یې د عالمیه دورې سند ترلاسه کړی. په ۱۴۰۲ هـ ش کې د ازاد رقابت له لارې د بامیان پوهنتون  شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې استاد وټاکل شو او اوس د دې دیپارتمنت آمر دی.

۲- نوماند پوهنیار بشیرالحق حقاني

بشیرالحق حقاني د محمد صابر زوی، په یوه دیني کورنۍ کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د بامیان ولایت د کهمرد ولسوالۍ د "تکلانیه دشت سفید" مدرسه کې پیل کړې. لوړې زده کړې یې په مدرسه القدس (کابل) کې ترسره کړي، او عالمیه دوره یې په خاتم النبیین جنتیه مدرسه کې (پلچرخي، کابل) تکمیل کړې. نوموړی د هېواد په بېلابېلو خصوصي مدرسو کې د تدریس اوږده تجربه لري، او اوس مهال د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې استاد دی.

۳- نوماند پوهنیار احمدالله رشیدي

احمدالله رشیدي د حاجي عبدالرشید زوی د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د اوتړي کلي اوسېدونکی دی. په ۱۳۶۵ هـ ش کال کې زېږېدلی د دیني زده کړو لومړنۍ دوره یې د خپل ولایت په مفتاح العلوم مدرسه کې بشپړه کړې. نوموړی د دیني فنونو زده کړې په پاکستان کې په بېلابېلو مدرسو کې تر سره کړې، او د پشاور په امداد العلوم مدرسه کې یې د عالمیه دورې سند ترلاسه کړی دی. په ۱۴۰۳ هـ ل کال کې د آزاد رقابت له لارې د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې استاد وټاکل شو.

۴- نوماند پوهنیار عبدالقادر مختار

عبدالقادر مختار د عبدالرشید زوی، په ۱۴۰۷ هـ ق (۱۳۶۵ هـ ل) کال کې زېږېدلی، اصلي استوګنه یې بغلان ولایت او فعلاً د بامیان ښار اوسېدونکی دی. نوموړی د اسلامي علومو د ماسټر درجې لرونکی دی. علمي تخصص یې د فقه، قضاء او اسلامي تعلیماتو په برخه کې دی.د دیني علومو ابتدایی دوره یې په بامیان کې د "نعمانیه"، "دو آب میخ زرین" او "اسلامیه جلمش" مدرسو کې لوستې ده.د فنونو دوره یې د ۱۳۸۴–۱۳۸۹ هـ ل کلونو ترمنځ د پاکستان په پېښور، باجور، مردان، صوابۍ، زاخېلو، ایبټ آباد او هریپور مدرسو کې تر سره کړي. د عالمیه دورې د فراغت یې د هرات له عالي دارالعلوم (۱۳۹۲ هـ ل) څخه او د فتوې تخصص یې هم همدلته د ممتاز درجې سره بشپړ کړی (۱۳۹۳–۱۳۹۴ هـ ل).د افغان لوړو زده کړ مؤسسې څخه یې لیسانس سند تر لاسه کړی (۱۳۹۵ هـ ل) او د المصطفی نړیوال پوهنتون (کابل څانګه) څخه یې د تفسیر او علوم القرآن په برخه کې ماستري ترلاسه کړې (۱۳۹۸ هـ ل). تخصص یې د فقه او افتاء په برخه کې دی.

۵- نوماند پوهنیار مکرم مظهري

مکرم مظهري د سکندر زوی د محمد ظاهر لمسی په ۱۳۶۹ هـ ش کال کې د سمنګان ولایت د روی‌دوآب ولسوالۍ د قشقې کلي کې زېږېدلی. تر نهم ټولګي پورې یې په همدې کلي کې زده‌کړې کړي او لومړنۍ دیني زده‌کړې یې هم په همدې سیمه کې له علماوو نه تر سره کړې دي.
په ۱۳۸۳ هـ ل کې د خپل تره قاري محمد داود په لارښوونه د بامیان ولایت د کهمرد ولسوالۍ د دشت سفید کلي ته ولاړ، او هلته یې په مختلفو خصوصي مدرسو لکه مدرسه تکلانیه، مدرسه نعمانیه (دوآب میخ زرین)، مدرسه محمدیه (آبخورک)، کلور خرم او سارباغ کې زده‌کړې وکړې.

په ۱۳۸۸ هـ ش کې له دارالعلوم عربیه اسلامیه کوکجر سمنګان څخه د دولسم ټولګي فارغ شو. وروسته یې د فنونو زده‌کړې د حنفيه کارته خراسان، صدقيه لرغان، دلخکي سمنګان او خواجه الوان بغلان مدرسو کې دوام ورکړ.
په ۱۴۰۲ هـ ل کې یې د هېواد له مشهور عالم شیخ محمد شریف حقاني سره د حدیث دوره د جامعه امام ابوحنیفه (رح) کې بشپړه کړه.
په ۱۴۰۳ هـ ل د لوړو زده‌کړو وزارت له خوا د ازاد رقابت له لارې د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې استاد وټاکل شو.

۶- نوماند پوهنیار نورالحق عزیزی

نورالحق عزیزی د عبدالعزیز زوی د عبدالله لمسی په ۱۳۷۳ هـ ل کال کې د سمنګان ولایت د خرم او سارباغ ولسوالۍ د شوراب کلي کې زېږېدلی. لومړنۍ زده‌کړې یې د سمنګان په عثمانیه عالي دارالعلوم کې کړي دي.
عالیه دوره یې هم په همدې ولایت کې بشپړه کړې، او د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون له څانګې د لیسانس سند لري.

فعلاً د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې استاد دی.

۷- نوماند پوهنیار محمد نسیم فیاض

محمد نسیم فیاض د مهرعلي زوی د سید امیر لمسی په ۱۳۶۰ هـ ل کال کې د پروان ولایت د سرخ‌پارسا ولسوالۍ په فاضل کلي کې زېږېدلی. لومړنۍ زده‌کړې یې له خپل پلار سره کړي، او په ۱۳۷۸ هـ ل کال کې د قرآن کریم د حفظ لپاره پاکستان ته لاړ.
په ۱۳۸۰ هـ ل کې یې د لاهور په "تحفیظ القرآن" مدرسه کې حفظ بشپړ کړ، او په ۱۳۸۲هـ ل کال کې یې د مرکزي دارالحفاظ دوره پای ته ورسوله.

د کابل پوهنتون د تعلیم او تربیې له پوهنځي څخه یې د اسلامي علومو او فرهنګ په برخه کې لیسانس اخیستی او بیا یې د حدیث دوره د "الجامعة العربیة الاسلامیه خواجه ابو نصر بارسا" مدرسه کې لوستې چې په ۱۴۴۶ هـ ق کال کې فارغ شوی دی.

په ۹-۱-۱۴۰۲ نېټه د رقابتي ازموینې له لارې د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د ثقافت اسلامي دیپارتمنت استاد وټاکل شو.

8- نوماند پوهنیار نقیب الله حنفي

نقیب الله حنفي د وزیر احمد زوی د محمد لمسی د ۱۳۷۸ هـ ش کال د حمل (وري) میاشتې په لومړۍ نېټه د بامیان ولایت د کهمرد ولسوالۍ د دشت سفید کلي کې زېږېدلی.
لومړنۍ زده‌کړې یې د همدغې سیمې په "تکلانیه دشت سفید" مدرسه کې کړي او منځنۍ دوره یې د "سراج العلوم" مدرسه (پلچرخي – کابل) کې لوستې.
عالیه دوره یې د "خاتم الانبیاء جنتیه" مدرسه کې بشپړه کړې او بیا یې عالمیه دوره د "دارالعلوم حضرت عمر بن الخطاب" (دارالامان – کابل) کې پای ته رسولې ده.
وروسته یې د اسلامي ثقافت د کادري بست لپاره په ازموینه کې ګډون وکړ او د ۱۴۴۶ هـ ق کال د تلې ۲۵ نېټه د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې استاد وټاکل شو.

۹- پوهنیار فضل الرحمن سرفراز

فضل الرحمن سرفراز د میرزا محمد زوی د شاه محمد لمسی د پروان ولایت د سرخ‌پارسا ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
لومړنۍ زده‌کړې یې تر دولسم ټولګي پورې د "شهید نیازي"په لیسه کې بشپړې کړې دي.
د ننگرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي تعلیماتو له څانګې فارغ شوی همداراز یې د همدې پوهنتون څخه د ماستري سند هم ترلاسه کړی دی.
عالمیه دوره یې د "جامعه میاگل جان آغا" مدرسه (قره‌باغ – کابل) کې بشپړه کړې.
فعلاً د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې استاد دی.

۱۰- نوماند پوهنیار خیرالله خالد

خیرالله خالد د عزیزالله زوی د غلام نقشبند لمسی د بامیان ولایت د کهمرد ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې په ۱۳۸۰ هـ ش کال کې زېږېدلی. لومړنۍ زده‌کړې یې د دشت سفید منځنۍ ښوونځي کې کړې، او د عالیه او عالمیه دورې زده‌کړې یې د تکلانیه مدرسه کې بشپړې کړې دي. اوس مهال د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې استاد دی.

۱۱- نوماند پوهنیار مصلح‌الدین نظامي

مصلح‌الدین نظامي د سراج‌الدین زوی د نظام‌الدین لمسی د بامیان ولایت د مرکز اوسېدونکی دی. لومړنۍ زده‌کړې یې په خپل کلي کې کړي او د متوسطه او عالیه دورې زده‌کړې یې د کابل د دارالعلوم عربي مدرسه کې ترسره کړي. نوموړی د تعلیم او تربیې پوهنتون څخه د لیسانس سند لري، او د عمر بن خطاب دارالعلوم (کابل) کې یې د عالمیه دوره پای ته رسولې ده.

۱۲- نوماند پوهنیار عبدالمستعان اکبري

عبدالمستعان اکبري د محمد عثمان زوی د محمد اکبر لمسی د بغلان ولایت د تاله‌وبرفک ولسوالۍ اوسېدونکی دی. لومړنۍ زده‌کړې یې په خپل کلي کې ترسره کړي او تر دولسم ټولګي پورې یې زده‌کړې د هېواد په بېلابېلو ښوونځیو کې پای ته رسولي. د تخار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د تعلیمات اسلامي له څانګې فارغ دی، او اوس د بامیان پوهنتون د اسلامي ثقافت استاد په توګه دنده ترسره کوي.

۱۳- نوماند پوهنیار حمیدالله حماس

حمیدالله حماس د حضرت قل زوی په ۱۳۶۹ هـ ل کال د بامیان ولایت په شیبر ولسوالۍ کې زېږېدلی. لومړنۍ زده‌کړې یې په خپل کلي کې ترسره کړي. متوسطه،عالیه او عالمیه دورې یې د کابل تایمني سیمې په جامعه ابوبکر صدیق(رض) کې بشپړې کړې دي. د لیسانس او ماسترۍ اسناد یې د سلام پوهنتون څخه اخیستي دي. فعلاً د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې استاد دی.

۱۴- نوماند پوهنیار اسلام‌الدین صدیقي

اسلام‌الدین صدیقي د سرورالدین زوی د حاجي نجم‌الدین لمسی په ۱۳۶۵ هـ ل کال د بامیان ولایت په مرکز کې زېږېدلی. لومړنۍ زده‌کړې یې په خپل پلارني ټاټوبي کې کړې دي، او تر دولسم ټولګي پورې زده‌کړې یې په مرکزي دارالحفاظ کې بشپړې کړې. نوموړی د هرات پوهنتون څخه د لیسانس سند لري او اوس مهال د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې استاد دی.

۱۵- نوماند پوهنیار بشیر احمد زاهد

بشیر احمد زاهد د مولوي اصیل محمد عابد زوی د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د سیاه‌چوب کلي اوسېدونکی دی. د ۱۳۶۳هـ ل کال د کب په ۲۹ مه نېټه زېږېدلی. لومړنۍ زده‌کړې یې له خپل پلار او قاضي بابا (چې د خپل وخت له مشهورو علماوو څخه و) ترلاسه کړي. د کابل افشار په جامعه فاروقیه کې د پاکستان په زبیریه، عبدالله بن مسعود، او سراج‌الاسلام مدرسو کې دیني زده‌کړې بشپړې کړې. په ۲۰۰۷م کال کې یې لویه دوره پای ته رسولې، او له امارت اسلامي وروسته یې د قضاء او افتاء دوه کلنه دوره وکړه. د کابل د استقامت پوهنتون له شرعیاتو پوهنځي فارغ شوی، او له ۱۴۰۳ هـ ل کال راهیسې د بامیان پوهنتون استاد دی. د کمپیوټر له اړینو پروګرامونو سره هم بلدیت لري.

۱۶- نوماند پوهنیار عبدالصمد حیدري

عبدالصمد حیدري د محمد حیدر زوی د بغلان ولایت د تاله‌وبرفک ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې په ۱۳۷۷ هـ ل کال کې زېږېدلی. لومړنۍ زده‌کړې یې په خپل کلي کې ترسره کړي عالیه، ثانوي، اوعالمیه زده‌کړې یېد کابل په جامعه عالي ابوبکر صدیق(رض) کې بشپړې کړي. د کابل پوهنتون له شرعیاتو پوهنځي د اسلامي تعلیماتو له څانګې فارغ شوی، د افتاء او قضاء تخصصي دوره یې هم کړې. په ۱۴۰۳ هـ ل کال کې د رقابت له لارې د بامیان پوهنتون استاد وټاکل شو چې اوس د شرعیاتو پوهنځي مرستیال هم دی.

۱۷- پوهنیار محمد ګل وهاج

محمد ګل وهاج د محمد رسول زوی د پروان ولایت د سرخ‌پارسا ولسوالۍ اوسېدونکی دی په ۱۳۷۲ هـ ل کال کې زېږېدلی. لومړنۍ او ثانوي زده‌کړې یې د شهید عبدالروف حجت دارالعلوم کې ترسره کړي. په ۱۳۹۵ هـ ل کال کې یې د البیروني پوهنتون له فقه او قانون څانګې لیسانس اخیستی او په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې یې د ننگرهار پوهنتون له همدې څانګې ماستري تر لاسه کړې. په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې د بامیان پوهنتون استاد ټاکل شوی.

۱۸- نوماند پوهنیار عبدالبصیر ثاقب

عبدالبصیر ثاقب د عبدالصمد زوی، د غور ولایت د مرکز فیروزکوه اوسېدونکی دی چې په ۱۳۵۲ هـ ل کال کې زېږېدلی. لومړنۍ زده‌کړې یې په خپل کلي کې، متوسطه او عالیه زده‌کړې یې په پاکستان کې کړي. د عالمیه دوره یې په ۱۴۲۵ هـ ق کال کې په حقانیه مدرسه کې بشپړې کړي. او دا مهال د بامیان پوهنتون د اسلامي ثقافت څانګې  استاد دی.

۱۹- نوماند پوهنیار عبدالقادر ثاقب

عبدالقادر ثاقب د غلام حضرت زوی د بامیان ولایت د شیبر ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې په ۱۳۶۵ هـ ل کال کې زېږېدلی. د مهاجرت پر مهال یې په ۱۳۷۵ هـ ل کال کې په پېښور کې زده‌کړې پیل کړې، د نور المدارس مرکزالعلوم الاسلامیه او د امام بخاري دارالعلوم کې یې عالیه، عالمیه او تخصصي زده‌کړې بشپړې کړې. په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې د بامیان پوهنتون استاد وټاکل شو او دا مهال هلته تدریس کوي.

درسي پلان (کریکولم)

د اسلامي ثقافت څانګې د لیسانس څلور کلن درسي پلان لاندې مضامین لري، چې هر سمستر لپاره ځانګړي دي:

 

سمستر

مضامین

اول

اسلامي عقیده، تلاوت او تجوید

دوم

عبادات او د نبوي سیرت اصول

سوم

اسلامي ټولنیز او اخلاقي نظام

څلورم

فکري روزنه، ادیان او مذاهب

پنځم

اسلامي سیاسي او اداري نظام

شپږم

اسلامي اقتصادي نظام

اووم

قرآن او معاصر علوم

اتم

اسلامي تمدن

ټول کریدتونه: ۲۴