د بامیان پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه!

bu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۵:۰
Bamyan

نن یکشنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالحجې میاشتې ۲۵مه نېټه
د بامیان پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه د پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتی حضرت محمد برهاني د پوهنتون مرستیالانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې مهمو علمي او اداري مسایلو ته کتنه وشوه.
د غونډې اصلي موضوعات د روان سمستر د ازموینو لپاره چمتووالی، تضمین کیفیت دریم پړاو او علمي ترفیعاتو دوسیو ارزونه وه.
همدارنګه په پوهنتون کې د نظم تأمین او د اصولو په رعایت هم ټینګار وشو.
د پوهنتون مشرتابه د تعلیمي کیفیت د لوړوالي او د سالم علمي چاپېریال د رامنځته کولو لپاره پر نه ستړي کېدونکو هڅو ټینګار وکړ.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۸:۲۹
Background image

ځوان ذهنونه، روښانه راتلونکی؛ بامیان پوهنتون د غوره زده‌ کړیالانو قدرداني وکړه!

سه شنبه ۱۴۴۶/۱۲/۲۷هـ ق
په بامیان پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت په ابتکار د ۱۴۰۳ هـ.ش کال خزاني سمستر د ممتازو زده کړیالانو د ستاینې غونډه د کتابتون په تالار کې ترسره شوه.
دغه غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۰
Background image

په بامیان پوهنتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د (۱۷)مې ګڼې فرمان په تړاو یو ورځنی کنفرانس جوړ شو!

نن دوشنبه د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ذوالحجې ۲۶مه نېټه بامیان پوهنتون د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷م ګڼې فرمان د تشریح او بیان په موخه د یوه ورځني کنفرانس کوربه وو.
یاد فرمان د ټولنې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د بامیان پوهنتون د تحصیلي نصاب کمېټې غونډه ترسره شوه

نن دوشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ذوالحجې ۲۶مه د بامیان پوهنتون د تحصیلي نصاب کمېټې غونډه د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS