د بامیان پوهنتون ستراتیژیک پلان غونډه!

bu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۹:۳۷
Bamyan

نن چهارشنبه، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رجب المرجب د میاشتې ۸مه، د بامیان پوهنتون د ستراتیژیک پلان غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني تر څار لاندې ترسره شوه. په دې غونډه کې چې د پوهنتون مرستیالانو او پوهنځیو د رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه، د پوهنتون د ستراتیژیکو موخو او پروګرامونو په اړه د مدیریت د ښه والي او علمي پرمختګ په موخه بحث او د نظرونو تبادله وشوه. دغه ناسته د پوهنځیو د رئیسانو د وړاندیزونو او نظریاتو په وړاندې کولو سره د پلان جوړونې او اغېزناک تطبیق د ښه والي په موخه پای ته ورسېده.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۴:۴۰
Background image

د بامیان پوهنتون کې د علمي او دیني سمینار دوهمه ورځ!

نن چهارشنبه ۱۳ شعبان ۱۴۴۶ هـ.ق کال د بامیان پوهنتون د کتابخانې تالار کې د علمي او دیني سمینار دویمه ورځ د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني، د پوهنتون د رهبرۍ غړو، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۴:۳۴
Background image

په بامیان پوهنتون کې د علمي او دیني سمینار پیل!

نن سه شنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان د میاشتې ۱۲ مه نېټه بامیان پوهنتون د علمي او دیني سمینار کوربه وو. 
دغه پروګرام چې د لوړو زده کړو وزارت له لایحې سره سم ترتیب شوی درې ورځې به دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د بامیان پوهنتون د محصلانو چارو نوي مرستیال نن په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه!

نن یکشنبه د ۱۴۰۳ هـ ش کال د سلواغې ۲۱مه چې د ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان له ۱۰مې نېټې سره برابره ده، د پنجشېر د لوړو زده کړو مؤسسې پخوانی رئیس مولوي مصطفی خان د بامیان پوهنتون د محصلانو چارو. . .

BACK TO NEWS